نړۍ

کوټه یواستاذ او دري پولیس ووژل شول

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۱)کوټه: تیره شپه ناوخته دکوټي ښار شاه باز سیمي ته څیرمه کبیرکلي  کي نامالومو وسوالو دري تنه پولیس هریو ندیم، مراد علی اوشیرعلي باندي ډزی وکړي اوژوبل یی کړه چي وروسته دبیړنیو مرسته کونکو له لوري وروغتون یو وړل شول،ویل کیږي په روغتون کي دری سره ژوبل کسانو دسختوټپونو له کبله ساورکړ.

له بلي خوا تیرماښام ناوخته دکوټي ښار سیریاب سړک باندي دپوهني دښمنانو یو استاذ ترډزو لاندي راوستي اوځای پرځآی یی وواژه، دښونځي استاذ کریم بخش په داسي حال کي ووژل شو چي کله نوموړي په سیمه دکورپه لور روان وو، امنیتۍ چارواکي وایی کریم بخش دشخصي دښمني له کبله وژل شوی دي.

تیره ورځ دبلوچستان ایالت تربت ښاګوټي کي هم ددوو مزدروکارانو مړي له یوي وداني سره څیرمه چي دمزدورکارانو له لوري ترکارلاندی وه  موندل شوی وو، دداړو مزدورکارانو مړي ددوي ابایی ټاټوبی کندهکوټ ته واستول شول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x