ادبي لیکني

(تتمة النظام) د قضاء پر موضوع یو بشپړ او بهترین کتاب

قاري عبدالستار سعید

قضاء یا قضاوت په اسلام کې یو له مهمو امورو شمیرل کیږي. لکه څنګه چې اسلامي حکومت جوړول پر مسلمانانو لازم دي، قضاء د اسلامي حکومت یوه له اساسي او مهمو وظائفو ګڼل کیږي.

په اسلامي حکومت کې د قاضي دنده د خلکو تر منځ د شخړو او خصوماتو فیصله کول، حق حقدار ته سپارل، د ظالم او متجاوز لاس له ظلم او تعدي څخه لنډول، فسادګرو ته له شریعت سره سم سزا ټاکل، حدود او قصاص اجراء کول او داسې نور مهم امور دي.

دا چې وایو اسلامي نظام د انسانو د سر، مال او حیثیت د امن ضامن دی. اصلا دغه امن او مصؤنیت هغه وخت راځي چې په اسلامي نظام کې د قضاء برخه په ښه ډول فعاله وي. شرعي قانون په سمه توګه اجراء کیږي. خلک له قاضي او قانون څخه ویره لري او بیا هیڅوک جرئت نه شي کولای چې عامه نظم اخلال کړي یا د چا په سر ، مال او حیثیت باندې تجاوز وکړي. خلاصه دا چې امنیت او مصؤنیت د ټوپک په زور نه بلکې یوازې د شرعي قضاء او اسلامي عدالت په توسط باندې راتلای شي.

په اسلام کې قضاوت اصلا د امیر یا خلیفه دنده ګڼل کیږي. اما کله چې د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې اسلامي قلمرو پراخ شو او د خلافت کارونه زیات شول. نو د قضاء منصب هم مستقل شو. په هره ولایت کې قاضي د ( وکیل السلطان في القضاء) په حیث باندې وټاکل شو چې یوازې د قضاء په امورو کې یې د امیر المؤمنین نیابت یا وکالت کاوه. په دې ډول قضاء د یوې مستقلې حکومتي قوا حیثیت خپل کړ چې تر اوسه پورې د نظام چلولو اساسي پایه ګڼل کیږي.

په دې ورځو کې د اسلامي امارت د رهبري شوری د غړي او په قطر کې د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي د مشر شیخ الحدیث مولوي عبدلحکیم حقاني صاحب لخوا تصنیف شوی یو کتاب له چاپه راوتلی چې په اسلام کې د قضاء شرعي حیثیت او تاریخ بیانوي.

ښایي تر دې وړاندې هم د قضاء په موضوع کتابونو لیکل شوي وي. خو د یوه لوستونکي په حیث زما لپاره د قضاء په موضوع دا لومړنی بشپړ کتاب دی، چې د یوه افغان عالم لخوا لیکل شوی دی، داسې کتاب چې هم یې د قضاء شرعي فلسفه، تاریخي سابقه او نور اړخونه څیړلي او هم یې په اسلامي تاریخ او د افغانستان د تاریخ په رڼا کې د قضایي چارو تسلسل په مفصله توګه روښانه کړی دی.

د دې کتاب نوم ( تتمة النظام في تاریخ القضاء في الاسلام) دی. د کتاب نوم ( تتمة النظام) دا معنی ورکوي چې قضاء د اسلامي نظام تتمه ( بشپړوونکې) ده. مطلب دا چې له قضاء پرته نظام ناقص دی. د همدې اهمیت له مخې په کتاب کې د قضاء موضوع په ډیر تفصیل څیړل شوې ده. په پیل کې د قضاء معنی او مفهوم او په اسلام کې د قضاء مصادر بیان شوي دي.

وروسته په تفصیل سره په نبوي دور، راشده دور، اموي، عباسي، عثماني او حتی په اندلس کې د امویانو په واکمنۍ کې د قضایي چارو تسلسل څيړل شوی دی. د قاضیانو کوائف، مکلفیتونه، قضاء المظالم، قضاء الحسبة، دیوان القضاء، د قضاء استقلال وغیره امور او احوال په ډير تفصیل په کتاب کې راغلي دي.

د کتاب په وروستۍ برخه کې په افغانستان کې د قضائیه امورو په تاریخي پس منظر رڼا اچول شوې ده. د سلطان محمود غزنوي رحمه الله له زمانې بیا د سکندر لودي، میرویس نیکه، احمد شاه بابا او وروسته د سدوزیانو او محمدزیانو د واکمنۍ په ټوله دوه پیړۍ زمانه کې د قضاء تاریخ روښانه شوی دی. تر دې چې په پای کې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د قضائیه چارو جاج هم اخیستل شوی دی.

په دې بناء ویلی شو چې تتمة النظام کتاب نه یوازې د قضاء شرعي حیثیت څیړي بلکې د اسلام او افغانستان په تاریخ کې د قضاء په موضوع تر ټولو بهترین او معتمد کتاب هم دی.

شیخ عبدالحکیم حقاني صاحب چې د هیواد له وتلیو او مشرانو علماء کرامو ګڼل کیږي، له تدریسي او جهادي مصروفیت سره سره توانیدلی چې د تصنیف په میدان کې هم خپل مسؤلیت اداء کړي. نوموړې تر دې وړاندې څو قیمتي علمي آثار تصنیف کړي او لوستونکو ته تقدیم کړي دي.
دا چې قضائیه امور د نظام له مهمو چارو ګڼل کیږي. بله دا چې زموږ ټوله قرباني د شریعت د تحکیم لپاره ده او څرنګه چې شریعت د قاضي په لاس عملي کیږي او د اسلامي عدالت په توسط حق خپل حقدار ته رسیږي نو په کار ده چې د محاکمو کارکوونکي، قاضیان صاحبان او له قضائیه امورو سره تړلي نور مسؤلین دغه کتاب په غور ولولي، ګټه ترې واخلي او په لارښوونو یې عمل وکړي.

په پای کې جناب شیخ صاحب ته د دې ستر کار په مقابل کې له الله تعالی څخه اجر غواړو. الله تعالی دې شیخ صاحب ته اوږد عمر او د علمي خدمت نور توفیق هم ورکړي ترڅو د علم تږي په ګټورو تصنیفاتو سیراب کړي. آمین یا رب العلمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx