شعـــــرونه

وجدان قاضي کړه/ عبدالسلام ضعیف

مولوي عبدالسلام ضعیف

رب ته مخ کړه بل ته شا وجدان قاضي کړه
محکمه د خـپل عمل پــر ځـــان جــاري کړه

تــــرازو د عـقل واخلـــه عـمل تـــول کـــه
پــه ذره ذره لاس وتـــو حسابـــي کـــړه

کـه په خـوله لاس او بـدن دي وي څـه کړي
د خپل زړه عقل او نيت ارزيابــي کـړه

پــه ګـريوان کـې سـر دننه کـړه ځـان ګـوره
د رښتيــا ډګــر د ځــان ســره حتمــي کــړه

د سفر انجــام دي وګــوره کــوم ځـــای دي
ښــائسته بشــر دې خــاورو کــې بندي کـړه

د يتيم مظلوم غريب پـه عـوض ځـان کـړه
بيا لــه ځان سـره خپل طــرحه عملـي کـړه

قــياس مکــوه د ډک نـــس پــر ټيغونو
قــياسونه د ولــس پــر ستومانــي کــړه

ضعيف چـــا تـــه د پيغور خــبره نکړم
ما پـه خپل زړه کـې مونده دا مريضي کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx