نړۍ

د امريکا پوځ کې پر ښځينه عسکرو جنسي تېري او ناوړه چلند؛ د جنرالانو په ګډون ۱۴ افسران له دندو ګوښه شوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا د ټيکساس ايالت په فورډ هوډ پوځي اډې کې پر ښځينه عسکرو د جنسي تېريو او له هغوی سره د ناوړه چلند له امله د جنرالانو په شمول څوارلس افسران له دندونو ګوښه شوي دي.

د امريکا په پوځ کې پر ښځينه عسکرو د جنسي تېريو پېښې له تېرو څو کلونو راهيسې مخ پر زياتېدو دي او چارواکي يې اندېښمن کړي؛ خو فورډ هوډ پوځي اډې کې د ښځينه عسکرو په اړه دا څېړنې وروسته تر هغه پيل شوې، چې د وانيسا ګويلن په نوم يوه عسکره له ورکېدو وروسته مړه وموندل شوه.

پوځي چارواکي وايي، پر ښځينه عسکرو د جنسي تېريو او ورکو عسکرو قضيې به څېړل کيږي.

د امريکا د پوځ وزير ريان مکارتي ويلي: «پر ښځينه عسکرو د جنسي تېريو او د عسکرو د ورکېدو ټول مسؤوليت د مشرتابه پر غاړه دی.»

ريان مکارتي وايي، د وانيسا ګويلن مړي مونده کېدو له امله زموږ فکر بلې ستونزې ته اوښتی او د څېړنو د پایلو سره به له نوو حقايقو پرده پورته شي.

د شل کلنې ګويلن کورنۍ وايي، چې نوموړې تر مرګه ځورول شوې او بيا وژل شوې، چې له دوو مياشتو وروسته يې مړی موندل شوی دی.

د امريکا په پوځ کې پر ښځينه عسکرو د جنسي تېريو کيسې په بې ساري توګه زياتې شوي، همدارنګه له جګړې وروسته ډېری امريکايي عسکر په رواني ناروغيو اخته شوي او هر کال د لسګونو عسکرو د ځانوژنې رپوټونو ترلاسه کيږي.

امريکايي چارواکي د دې ستونزې د حل لپاره له ارواه پوهانو او ګڼو نورو متخصصينو سره سلامشورې پيل کړي؛ خو لا هم د ستونزې حل ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx