افغانستان

امریکا: کابل حکومت دې له فساد سره جدي مبارزه وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا له کابل حکومت غوښتي، چې له فساد سره په جدي ډول مبارزه وکړي او زورواکي مفسدین د عدالت مېز ته راکاږي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» پر خپل ټويټر لیکلي، چې امریکا هیله لري کابل حکومت له فساد سره د جدي او پام وړ مبارزې په کولو شفافیت او حساب ورکونې ته خپله ژمنتیا نوره هم په ډاګه کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې حکومت باید په دې لړ کې د زورواکو مصئونیت واخلي او نړیوالې ټولنې ته دا پيغام ورکړي، چې مجرمین په سزا رسول کېږي.

د ویلسون په قول، له فساد سره مبارزه ددې لامل کېږي چې پراخ ولسي او نړیوال ملاتړ را جلب کړل شي.

له فساد سره د مبارزې په برخه کې د امریکا وړاندیزونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې حکومت له فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد کړی؛ مګر د حکومتي چارواکو د فساد دوسیې لا هم په رسنیو کې ګرځي.

تېره ورځ «اطلاعات روز» ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړل چې ښودله یې د ملي بودیجې له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د اشرف غني او عبدالله په امر په غیراصولي ډول ایستل شوې دي او په یو شمېر افرادو او ادارو باندې وېشل شوې دي.

ورته مهال د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم په دې وروستیو کې حکومت تورنوي، چې د افغانستان بانک پيسې یې چور کړې او د جوبایډن په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې مصرف کړې دي.

حکومت که څه هم په بیا، بیا له فساد سره د مبارزې ادعاوې کوي؛ خو لا هم ګڼ شمېر هغه چارواکي چې د فساد دوسیې یې په څارنوالۍ کې اېښي دي، خلاصې تڼۍ ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x