افغانستان

ولسي جرګې په بګرام او څرخي پله زندانونو کې بشري وضعیت «ډیر خراب» بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې د کورنيو چارو او ملي امنیت کمیسیون لخوا ګومارل شوی هیئت په بګرام او څرخي پله زندانونو کې د بد انساني او بشري وضعیت په اړه خبر ورکړی دی.

دغه هیئت چې فدامحمد الفت په مشرۍ او اعضاوو: عبدالقیوم خیرخواه، توفیق وحدت صالح او عبدالرؤوف شپون په ګډون وکیلانو څخه تشکیل شوی، په دغو دواړو زندانونو کې د بندیانو له بد روغتیايي او ټولنیز حالت څخه پرده پورته کړې ده.

یاد هیئت د روان کال لړم میاشتې په شپږمه او لسمه نیټه  له څرخي پله زندان او د لړم میاشتې پنځلمه نیټه له بګرام زندان څخه لیدنه کړې ده.

د هیئت د معلوماتو له مخې څرخي پله زندان د ۴۵۰۰ زندانیانو لپاره جوړ شوی؛ خو اوس مهال په کې ۶۷۷۳ تنه زندانیان ساتل کیږي، په دغو زندانیانو کې ۶۶۰ طالب زندانیان، ۵۲۳ تنه اعدامیان، ۵۳۸ تنه د دولتي پوځیان(چې په مختلفو جرمونو بندیان دي) او د داعشیانو په شمول ۵۰۵۲ تنه نور بندیان شامل دي.

په راپور کې راغلي، د څرخي پله زندان توقیف خونه چې یوازې د ۵۰۰ بندیانو د ساتلو لپاره جوړه شوې، دا مهال په کې ۱۸۷۵ بندیان ساتل کیږي چې دا له خپل اندازې څخه دوه نیم برابره زیات دي.

د ښځینه بندیانو په هکله راپور کې ویل شوي چې دا مهال په څرخي پله زندان کې د ۱۲۶ داعشي ښځي په ګډون ۳۲۷ بندیانې ساتل کیږي.

د راپور د معلوماتو په اساس د بګرام زندان کې د ۶۰۰۰ سیاسي، جنايي او پوځي بندیانو له ډلې څخه ۲۴۸۵ تنه طالبان او ۱۲۵ د حزب اسلامي بندیان خوشې شوي؛ خولاهم هلته ۳۳۹۰ تنه بندیان موجود دي.

ددغه هیئت مشر او له کابل ولایت څخه د ولسي جرګې وکیل فدامحمد الفت نن د چهارشنبې په ورځ (۱۹ لیندۍ) یې د جرګې استازو ته خبرې کولې وویل، چې ددوی هیئت دغه راپور د خپلو سترګو لیدلي حال او بندیانو سره د مرکو په ترڅ کې پورته راپور چمتو کړی دی.

هغه وايي، په څرخي پله زندان کې زیاتره بندیان په نشه یې توکو روږدي شوي؛ خو د هغوی د درملنې لپاره هیڅ ګام نه دی پورته شوی. په هغو انځورونو کې چې ددغه هیئت لخوا چمتو شوي ښودل کیږي چې بندیان په ښکاره توګه نشه یې توکي کاروي.

په راپور کې ویل شوي، دغو دواړو زندانونو کې د زیات عمر لرونکو او ناروغو بندیانو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي او هغه بندیان چې په وړو جرمونو کې ښکېل پيژندل شوي خپلو اړوندو ولایاتو ته نه دي لیږدول شوي.

د «الفت صالح» د معلوماتو له مخې هغه بندیان چې په اعدام محکوم شوي برخلیک یې ناڅرګند دی، چې تراوسه څو بندیانو د ځان وژنې هڅه کړې ده، هغه په خبره داسې بندیان هم شته چې له تیرو اتلسو او شلو کلونو راهیسې بندیان دي، د دوی له ډلې زیاتره یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

راپور دغه راز د بندیانو د بښنې په تړاو د صادرو فرمانونو د ناسم تطبیق څخه هم پرده پورته کړې، ځکه چاوراکي ددغو فرمانونو له مخې یوازې هغه کسان خوشې کوي چې پیسې او واسطې لري.

د څرخي او بګرام زندانونو د اروزنې دغه هیئت په خپل راپور کې ویلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان له مخې او له کرونا وبا څخه د مخنیوي په خاطر ۵۱۴ تنو بندیانو ته بښنه شوې، ۵۳۶ تنه نور د مالي ضمانت په ورکولو سره خوشې شوي، د ۱۱۰ نظامي بندیانو د بند موده کې کموالی راغلی او اووه تنه نور بیا بښل شوي دي.

په راپور کې د هغو بندیانو د حالت په اړه هم یادونه شوې چې د بند موده یې کلونه مخکې پوره شوې؛ خو د اوږدې مودې په تیرېدو لاهم له ناڅرګند برخلیک سره د زندان شپې سبا کوي.

د بندیانو د روغتیايي حالت په اړه راپور کې ویل شوي، چې بندیان د خوراک له کمیت او کیفیت د کمښت ترڅنګ د روغتیايي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي، ځکه هلته مسلکي ډاکټران او معیاري درمل شتون نه لري. ددې سربیره هغه بندیان چې د محبس په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې امکان یې نه شته، لیکن له محبس څخه دباندې روغتون ته هم نه وړل کیږي.

د هیئت د موندنو په اساس د بګرام محبس د بندیانو خپلوانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د خپلو عزیزانو ملاقات وکړي.

د هیئت مشر فدامحمد الفت ویلي، ناروغو بندیانو پروخت خواړه او درمل نه ورکول کیږي او هغه خواړه چې ورکول کیږږي هم کفایت نه کوي.

د بندیانو د ښوونې او روزنې په اړه دغه هیئت څرګنده کړې چې د بندیانو د ښوونې او روزنې لپاره منظم مرکزونه په محبس کې وجود نه لري، حتی د محبس داخل ته د کتاب د وړلو اجازه هم نه ورکول کیږي.

د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره هم دغه ستونزې تاییدوي او زیاتوي چې دغه ستونزې دوی ته له پخوانۍ ادارې څخه په میراث پاتې دي.

د زندانونو د تنظیم د چارو ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي، د زندانونو د موجودو  ستونزو د حل په موخه یې د ملي سمون په نوم درې کلن پروګرام چمتو کړی، چې د کابیني راتلونکې ناسته کې به له بحث وروسته  تایید شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د افغانستان د زندانونو دننه له ناسم بشري او انساني وضعیت راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو د کابل حکومت چارواکو د حل په موخه کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x