افغانستان

طالبان: د پاتې بندیانو خلاصون باید په اوربند پورې مشروط نکړل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د مذاکراتو له پرمختګ سره جوخت د پاتې طالب زندانیانو د خلاصون بحثونه راپورته شوي؛ طالبان وایي، د یادو بندیانو د خلاصون په اړه په توافقنامه کې یادونه شوې او یاده موضوع باید په اوربند پورې ونه تړل شي.

طالبانو د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره کړې تبصره کې لیکلي، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو له پرمختګ سره هم مهاله د پاتې بندیانو د خلاصون لړۍ هم پیل شي؛ نو طالبانو له قوله، اوس چې د طرزالعمل په تړاو هوکړه شوې او په مذاکراتو کې نسبي پرمختګ شوی باید د پاتې بندیانو د خلاصون لړۍ هم پیل شي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د بندیانو خلاصون د توافقنامې یو بند دی او اوربند د بین الافغاني مذاکراتو یوه موضوع ده؛ نو ځکه یې سره یو ځای کول او د «فشار د وسیلې په توګه» کار ترې اخیستل  د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو په معنا دي«داسي څرګندیږي چې د کابل ادارې چارواکي یوځل بیا کوشش کوي چې د سولې پروسه کې خنډونه ایجاد کړي، په سیستماتیک ډول د اوربند خبره ( چې د بین الأفغاني خبرو په اجنډاووکې ځای ورکول شوی)؛ د بندیانو له خلاصون سره (چې د دوحې د تړون یوه کړۍ ده)؛ غوټه کړي.»

طالبانو ددې تر څنګ وړاندیز کړی، چې د دوحې تړون د عملي کېدلو لپاره باید کار وکړل او که څوک یې مخه نیسي نو په حقیقت کې د سولې په وړاندې د خنډ جوړولو په معنا ده.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې روانو مذاکراتو کې د نسبي پرمختګ خبرونه ورکړل شوي.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» درې ورځې وړاندې وویل، چې طالبان تمه لري د روانې میلادي میاشتې تر نیمایي پورې یې اووه زره بندیان خلاص شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې څو ورځې وړاندې دوحې ته په سفر تللی و، هلته یې له طالب چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین اوربند لا پس څه شی دی. وژنه کوی، انتحار جاری ساتی تر پرونه د اشغال خبره وه اوس چی امریکایان په وتو دی یو بله بهانه به جوړه کړی مقصد چی جنګ جاری وساتل شی او د پنجابیانو اهداف تر لاسه شی. که همداسی دا د جنګ پروسه روانه وی نو انشاءالله چی ډیر زر به نور دا جنګ خپل شریعی مشروعیت له لاسه ورکوی او هغه وخت به بیا د ملا خبرو څوک غوږ هم ننسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx