افغانستان

کابل ښار کې یو پخوانی کمونیست«منصبدار» ترور شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو پخوانی کمونیست پوځي منصبدار په ډزو وژلی دی.

د پېښې عیني شاهدان وايي، سمونوال عبدالولي طوفان ترکی نن مازدیګر ناوخته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې «اسیا مارکیټ» ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ تراوسه ددې پېښې په تړاو څه ویلي نه دي؛ خو د عبدالولي طوفان د کورنۍ غړو د نوموړي مړینه تایید کړې ده.

سمونوال عبدالولي طوفان د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی او شوروي اشغال پرمهال  کمونیستي رژیم کې د خلق ګوند د سیاسي کمیټې غړی او د ډګروال په توګه دنده ترسره کړې وه، د امریکايي اشغال له راتلو سره د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر او د ۲۰۳ تندر قول اردو اداري مرستیال هم پاتې شوی ؤ.

په ورته مهال د کندهار د امنیت آمر فرید احمد مشعل هم د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې خپل نیږدې ملګری بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

اول خو دا چی دا # جای پر جای ونیول شول زموږ له مخی او ختم یی لوله. دوهم دا چی تر #لیب او ملا#و یی کمونیست ځه چی سو شوری او بنی اسراییل هم بهتره ده کم له کمه بشر دوسته خو دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx