نظــر

جګړه، فساد او پاشلې ټولنه

عبدالوحيد وحيد

د خپلو تجربو، مطالعو، مشاهدو او څيړنو په رڼا کې زمونږ د هیواد ستونزې فقر، لوږه، بيکاري، د زده کړو ټيټه کچه، افراطيت، د سياسي پوهې کموالی، د ملي مشرتابه نشتون، د مديريت نيمګړتياوې، د وړتیاوو نشتون، پردي يرغلونه، زورواکي، د قانون نه پلي کيدل، پردۍ استخباراتي لاسوهنې،  نيابتي جګړې، ناامني،  فساد، پاشلي ټولنه او ويشل شوی حکومتي نظام يادولاى شو، خو جګړه، هر ډول فساد، پاشلې ټولنه او ويشلی حکومتي سيستم د پورتنيو ګڼو ستونزو بنسټ ګڼو او د حل په هکله يې ځانګړي وړانديزونه کوو.

جګړه!
له تېرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته روانه جګړه د نورو ټولو بدبختيو بنسټ ګڼلاى شو، خو ددې مطلب دا نه ده چې که جګړه روانه وي، نو مونږ د نورو ناخوالو د مخنیوي له مبارزې څخه لاس اخلو.

داسې ويلى شو چې زمونږ پورتنۍ عمده ستونزې په خپل منځ کې پياوړې اړيکې لري، يو د بل ممدې او متممې دي. جګړه فساد ته لاره هواروي او فساد د جګړو د اوږدوالي لامل ګرځي.

جګړه او فساد دواړه د ټولنيزو ارزښتونو د پاشلتيا، د نظام د کمزوري او ټکني کيدو  بنسټ جوړوي. که مونږ په پورتنيو ستونزو کې د هر يو په وړاندې د مبارزې لپاره پياوړی ګام پورته کوو، اغيزې يې په نورو دوو باندې هم پريوځي.

خورا اړينه ده چې د سولې په موخه د جګړې دواړه اړخونه د واک لپاره د مانورونو کولو پرځاى د مختلفو ديني، سياسي قومي فرهنګي او ټولنيزو کړيو د بشپړې همغږي او تفاهم په چوکاټ کې له مختلفو لارو څخه اغيزمنه متمرکزه او رغنده مبارزه پيل شي. مونږ د سولې لپاره  اوسنۍ نيمګړې پروسه ناکامه ګڼو او د دواړو خواو په چلند او تعامل کې د انعطاف او ژور بدلون غوښتنه کوو. وخت حساس، شېبې د شمار، ولس د سولې غوښتنه کوي او تاریخ بېرحمه قاضي ده. د سولې په تړاو اوسني ميکانيزمونه ستونزه نوره هم پيچلې کوي. د سولې لپاره د سليقوي چلند له خپلولو پرته د ملي او سياسي اجماع هڅو ته اړتیا ده.

داسې ډيرې نښې نښانې، په کور دننه او بهر شتون لري او ځينې تحرکات ليدل کېږي چې د نويمې لسيزې د تکرار ترخه يادونه تازه کوي.

حکومت، طالبان، سياسي او ملي بنسټونه دنده لري چې خپلمنځي اختلافات شاته پريږدي او د احتمالي فاجعو مخه ونیسي. د دوحې په بين الافغاني مذاکراتو کې د بن بست د ختمېدو له خبرونو وروسته د ارګ نوی مانور قطعاً د توجیه وړ نه وه. دغه ډول پيچلتيا او ابهامات پيدا کول د ولس او حکومت ترمنځ پخوانى واټن نور هم زياتوي او په حکومت کې دننه د درزونو  لپاره لاره هواروي، خو ارګ دغه خطر نشي حس کولاى.

فساد
فساد هغه شومه پديده ده چې د جګړو د لمنې په پراختیا، له قانون څخه د معافيت، د عدالت په پلي کولو کې د پاتې راتلو، اقتصادي ودې د مخنیوي، د هيواد او بنسټونو د بدنامۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زياتولو او نړيوالو مرستو د بنديدو لامل ګرځېدلی ده.

ددغې شومې پدیدې په وړاندې د مبارزې لپاره تر اوسه د ارګ لخوا ګڼې داسې ادارې، بنسټونه کميسيونونه او دفترونه جوړ شوي دي چې موخو ته د رسېدو پرځاى يې معکوس نتايج ورکړي.

د فساد د ختمولو او يا هم د فساد د کچې د راکمولو پرځاى يې د فساد ګراف نور هم لوړ بيولی ده.  ډيره څيړنه مې وکړه خو لاهم نه پوهېږم چې ارګ د شته بنسټونو د سمون او بدلون پرځاى د موازي ادارو په جوړولو کې ولې دلچسپي لري، حال دا چې له شاذ او نادر پرته په موازي بنسټونو کې فساد د پخوانیو ادارو په پرتله زيات ده.

زما په آند د فساد ريښې ولسمشر ته له ډيرو نږدې چارواکو څخه سرچینه اخلي او په وړاندې يې هيڅ ډول ګام نه ده پورته شوی.

په ټولنيزو رسنيو کې په څرګند ډول د لوړو پوستونو د پير او پلور خبرې کيږي چې مونږ يې مطلقاً دروغ نشو ګڼلى.

ددغې چټلې پديدې د مخنیوي لپاره د بنسټونو او ادارو جوړولو پرځای لاندې ګامونه پورته کولو ته اړتیا ده.

١- په لوړه کچه د مالي او اخلاقي فساد د ختمولو په موخه عملي اقدامات بايد له ارګ څخه پيل پايلې يې له ولس سره شريکې شي.

٢- څارنوالي او محاکم مجبور کړاى شي چې د فساد ټولې دوسيې په معين وخت کې سر ته ورسوي، د جنايت د ثبوت په صورت په فساد کې ککړ چارواکو ته سختې سزاګانې واورول شي او ولس ته علني شي.

٣- څرګند حقیقت ده چې که په لوړو پوستونو باندې ناست اشخاص په فساد کې ککړ نه وي، نو د اوس په شان د فساد د دوسيو څيړل افقي نه بلکې عمودي بڼه ولري. يعنې له لوړ پوړو چارواکو څخه پيل او په ټيت پوړ چارواکو باندې ختمه شي.

٤- د فساد د قضيو څيړونکو څارنوالانو او قاضيانو د ژوند او امنيتي خونديتوب تضمين او کلکه څارنه يې وشي.

٥- که احياناً د فساد د مخنیوي په بنسټونو کې  د کارکونکو افرادو په تړاو په فساد کې د ککړتیا لاسوندونه ترلاسه شي، د دغو چارواکو د تخلف او فساد دوسيې باید په ځانګړي محاکمو کې وڅېړل شي.

٦- مهمه لا داده چې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ارګانونو کې په دندو ګمارل شوي افراد بايد د ژبنيو قومي سمتي مذهبي او نورو تعصباتو څخه پاک او دغه سپيڅلتيا يې باید په دقیقه توګه د کوم کشفي ارګان لخوا ثابته شوې وي.

د ټولنې او حکومت پاشلئ وضعیت:
درې لسيزې وړاندې شوروي اتحاد له نسکوريدو وروسته د قوميت او ژبې پربنسټ سره وويشل شو. د هغه مهال افغان حکومت هم له مسکو سره د سياسي او اقتصادي تړاو له امله د شوروي د پاشلتيا تر اغيزو لاندې راغى د پښتون تاجک هزاره او ازبک ترمنځ تعصباتو ته لمن ووهل شوه. همدغه لامل وه چې د ملکرو ملتو د سولې پروسه د هغه وخت د دوهم پوړ حکومتي چارواکو لخوا له ځينو جهادي ډلو سره په همغږي سبوتاژ او کورنۍ جګړې پيل شوې. د تعصباتو دغه ويروس د مجاهدینو په ځينو ګوندونو کې هم ځاي ونيوه او افغان متحده ټولنه د داخلي درزونو ښکار شوه.

طالبان هم په دغه تړاو رغنده شالید نه لري او د هغوى د امارت په مهال هم داسې کارونه وشول د افغان ټولنې ترينګلی وضعیت نور هم د وخامت خواته بوځي.

د بن په غونډه کې د جګړو د يوې خوا غوښن رول او د نورو اړخونو د حذف پاليسي ناکامه وه. د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال، د ژبو او قومونو پر بنسټ د واک ويش فارموله هغه ستره سهوه او عمدي خطا وه چې پايلې يې مونږ ته اوس بوږنونکې شرمونکې او ځپونکي دي.

ولسمشر غني زمونږ ټولنه کې د پخوانیو درزونو له شتون ورهاخوا د جنس او قشر په نوم هم سره وويشله. ښځې زمونږ د ټولنيز وجود نيمه برخه جوړوي، د ژوند په ټولو برخو په ځانګړې توګه په روزنه، روغتيا، نفسياتي درملنې او د يوې سالمې کاري ټولنې په جوړولو کې تر نرانو زيات رول او اغيزې لري.  ځوانان د لوړ همت مضبوطې ارادې پياوړي عزم او د لوړې انرژي څلي دي. هغوى زمونږ د هیواد د ښيرازي ابادي او پرمختګونو ضمانت کوي، خو مونږ پورتني دواړه خواوې د نورو اړوندو تولنيزو نيمګړتياو د پوره کولو په برخه کې د ښکيلتيا پرځاى هغوى په ننداره ايزه توګه د ننني چټل سياست برخه وګرزول. نتيجه دا شوه چې هم مو ټولنه په يو بل ډول سره وويشله، جنسيتي او همدغه راز مو نسلي تعصباتو ته  لاره هواره کړه.

د تيرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په هکله باید ووایم، شک نشته چې مونږ که د نظامي يرغل له امله زيات تلفات ورکړل او زيانونه مو وګالل خو دا هم يو څرګند حقیقت ده چې د نړيوالو په مرسته مو لاسته راوړنې هم درلودې. د ښوونې او روزنې، روغتیا، معلوماتي تکنالوژي، اقتصادي برخه،  امنیتي سکتور، د بنسټونو په رغولو، عامه پوهاوي، د بيان ازادي او قسماً د زعامت په ټاکلو او ځينو نورو برخو کې د پرمختګونو شاهدان او لاس ته راوړنې لرو. پورتني پرمختګونه د نړيوالو د مالي مرستو له امله ترلاسه شوي دي، خو په هغه برخه کې مونږ هيڅ ډول لاسته راوړنه نلرو چې ورته تر هرڅه زياته اړتيا لرو. هغه د يوې سپيڅلي، متحدې او ژمنې ټولنې جوړول دي. زمونږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې درزونو شتون درلوده، خو اوس نور هم زيات شول.

زما په اند د ښځو د حقونو په برخه کې مونږ وکولاى شو چې د لويديځ د باور او مرستو ترلاسه کولو لپاره پروپوزلونه تيار کړو مرستې ترلاسه کړو او څو ښځې په لوړو پوستونو باندې وګمارو خو هيره مو ده چې ښځې د هيواد تر نيمايي زيات نفوس جوړوي. د زده کړو، واده کولو او تر ټولو مهمه ښځو ته په ميراث کې د حق ورکولو په برخه کې اړينې لاس ته راوړنې نلرو.
مونږ ولې هيروو چې زمونږ دوديزه عنعنوي مذهبي ټولنه له غرب سره په کلتوري ټولنيزو او د ارزښتونو په برخه کې توپير لري. مونږ ته به يقيناً هغه نوښت بوږنونکې پايله ولري چې د ښځو د حقونو د خونديتوب په هکله د غرب ارزښتونه کاپي کړو.

د اسلام مقدس دين د ښځو د زده کړو، روزنې او په خوندي چاپيريال کې د کار او مالکیت په تړاو غوڅ دريځ لري، خو مونږ په کلتوري برخه کې د ځينو منفي محدودیتونو له ستونزې سره مخ يو. لکه د ازدواج په مهال د مهر پرځاى د ولور په نوم د پيسو اخيستلو دود، په ځينو ځايونو کې اجباري ودونه او تر ټولو مهمه ستونزه ښځو ته په ميراث کې د حق نه و کولو دود ده چې د ښځو د حق تلفي ښکاره بيلګه يې ګڼلى شو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان
د ليندۍ ١٩، ١٣٩٩

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره د انسانانو خو دا 40 کاله په دالرو جیبونه ډک کړه خو د امریکا له اشغال وروسته یې دومره دالر ور کړل چې د اودس ماتي لپاره یې کناراب ته هم ورسره وړل او ډیره برخه یې خارج ته لاړل غلا شول ! د حضرت موسی دقوم جشن او انج او منج یې جوړکړی ( کله چې موسی ع د الله په دربار کې په کوه نور کې وو ). دا فاسدین اولس وژنه څه کوي غیرت ایمان شرافت نلري او نه د کار استعداد ! بي شرمه بي وجدانه مافیا ده او دانسانیت په تاريخ کې نده تیره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x