افغانستاند سولې طرحې

ملا برادر اخند:  تور لیست، تبلیغات او د پاتې بندیانو خلاصون د سولې پروسې په وړاندې خنډ دي/ د وینا بشپړ متن

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په د قطر په پلازمېنه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې یې له منځه د نسبي پرمختګ خبرونه هم ورکړل شوي، د طالبانو سیاسي مرستیال او په دوحه کې د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند» وايي، په طرزالعمل باندې هوکړه کېدل د مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې یو ښه ګام دی ؛ خو تور لست، د سولې په وړاندې تبلیغات او د پاتې بندیانو خلاصون ددې پروسې په وړاندې له پرتو خنډونو څخه دي.

ملا برادر اخند چې د بشري چارو او شخړو د څیړنو مرکز لخوا په ترتیب شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې یې ګډونوالو ته وینا اوروله وویل، چې طالبان د سولې خبرو ته بشپړه ژمنتیا لري او په پوره معنا چمتو دي چې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.

د ملا برادر اخند په وینا، طالب مشران د نورو خلګو په څېر د ازاد ګرځېدلو حق لري، چې باید ورکړل شي او تر څنګ یې ټول هغه بندیان خلاص کړل شي چې بندیان دي او د دوحې په توافقنامه کې يې د خلاصون ژمنه شوې.

د نوموړي په خبره، د سولې په روان بهیر کې حکومت د سولې په وړاندې «زهرجن» تبلیغات کوي او په تعلیمي مراکزو او نورو عامه ځایونو باندې بریدونه ترسره کوي چې له امله یې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کېږي.

د ملا برادر اخند د وینا بشپړ متن دلته لوستلای شئ:

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلي علی رسوله الکریم، اما بعد:

تر هر څه مخکې د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایم او خوښ یم چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان د ستونزو د هواري په اړه د بحث او نظر شریکولو لپاره راغونډ شوي یو.

سوله او د سولې اهمیت:

سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، له سولې پرته آرام ژوند، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی.

سوله یوازې په شعارونو منځ ته نه راځي. بلکې ارادې او عمل ته اړتیا لري. سوله هغه وخت له منځه ځې چې کله د ولسونو څخه د آزادی حق واخیستل شي.

سولې ته د اسلامي امارت ژمنتیا:

د افغانستان اسلامي امارت له پیله سولې ته ژمن و، او همیشه یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده. په لنډ ډول دلته یو څو لنډو هغو دلایلو ته اشاره کوم چې سولې ته د إسلامي امارت عملي ژمنتیا په ګوته کوي:

په قطر کې سیاسي دفتر:

د أفغانستان إسلامي امارت مشرتابه په قطر کې د هېواد د ستونزو د هواري لپاره د سیاسي دفتر  له لارې هڅې پیل کړې دغه ابتکار سولې ته د إسلامي امارت ژمنتیا په ثبوت رسوي.

د امریکا له متحده ایالاتو سره د دوحې تړون:

اسلامي امارت  له امریکا سره په دوحه کې له اوږدو بحثونو وروسته یو توافق ته ورسېد، د نوموړې توافقنامې له مخې به له افغانستان څخه ټولې خارجي قواوې په بشپړه توګه له ټاکلي وخت سره سم وځي، او إسلامي امارت تعهد کړی چې د أفغانستان خاوره به د کوم هېواد د امنیت پر ضد نه استعمالېږي، چې دا په أفغانستان کې تلپاتې سولې ته عملي زمینه برابروي.

له بین الافغاني جهتونو سره د مذکراتو پیلول:

اسلامي امارت د دوحې توافقنامې په اساس د هیواد د ستونزې دحل په موخه بین الافغاني مذاکرات پیل کړل. چې دا دي اوس هم جریان لري، هیله ده چې زموږ د هېواد روانې ستونزې هوارې شي، ولس او هېواد مو خپلواک او د خپلې خوښې أفغان شموله إسلامي نظام ولري.

دبین الافغاني مذاکراتو شپږ میاشتنی ځنډ:

د دوحې د توافق سره سم په ټاکلي تاریخ ( د ۲۰۲۰ د مارچ / ۱۰ ) باید مذاکرات پیل شوي وای، خو مقابل لوري په یوه او بله بهانه بین الافغانی مذاکرات شپږ میاشتې وځنډول. که مذاکرات له ټاکلې نېټې سره سم پیل شوي وای اوس به ډېر پرمختګ شوی وای.

له دې سره نه یوازې د سولې پروسه وځنډيده بلکې په زرهاوو کسان ووژل شول، ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، او هغه هم د مقابل لوري له خوا، حال دا چې د أفغانستان إسلامي امارت سره له دې چې د خپل ولس د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره جهاد کوي، د ملکي خلکو د سر او مال حفاظت ته یې هم جدي پاملرنه کړې او کوي يې. په دې اړه یې څو عملي ګامونه چې په لاندې ډول دي د یادونې وړ دي:

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له هدایت سره سم:

  • په تشکیلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د ځانګړی کمیسیون ایجادول.

 

  • د مجاهدینو لیکو ته دإسلامي امارت دهیئتونو وخت په وخت تګ، ترڅو د ملکي تلفاتو احتمالي پیښې وڅیړي او مرتکبین یې محاکمو ته وسپاري.

 

  • اسلامي امارت ډېر وخت ډیر مهم عملیات د ملکي تلفاتو د رامنځته کیدو د احتمال له کبله ځنډولي دي. خو بهرني ځواکونه او کابل اداره اوس هم په ګډه سره د خلکو په کورونو چاپې وهي، بمبارۍ کوي، د کابل اداره ددې تر څنګ په ملکي سیمو کې درنې وسلې هم استعمالوي.

د بین الافغاني مذاکراتو فعلي حالت:

په ۱۲ د سپتمبر ۲۰۲۰ کال بین الافغاني مذاکرات پیل شول، په دې اړه پرمختګ  هم وشو، د طرز العمل موضوع نهايي شوه، او دا د روانې پروسې د کامیابیدو لپاره یوه ښه ګام ګڼل کېږي. د یادونې وړ ده چې د أفغانستان إسلامي امارت له خپله اړخه پوره چمتووالی او رېښتینې اراده لري تر څو ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

د سولې پروسې په وړاندې پراته خنډونه:

تور لیست:

د توافقنامې له مخې د تور لیست موضوع باید اوس تر ډېره حل شوې وای، ځکه د سولې پروسه او تور لیست دوه متضاد مفاهیم دي، دا څنګه امکان لري چې د سولې مذاکراتو یو لوری په تور لیست کې وي، سفري بندیزونه پرې لګیدلي وي، خو بل لوری د هر ډول قیوداتو څخه خلاص او آزادانه نقل او حرکت کولای شي.د اسلامي امارت ټول مشران او استازي هم بایدد نورو خلکو په څېر د قید او شرط څخه پرته په آزادانه توګه نقل او حرکت وکړي، دا یې د نړیوالو اصولو له مخې ثابت انساني حق دی.

د پاتې بندیانو موضوع:

تر اوسه د اسلامي امارت پاتې زرګونه بندیان لا هم په زندانونو کې دي، د سولې او د دواړو اړخونو ترمینځ د فاصلې د راکمولو لپاره باید مقابل لوری هغه افغانان آزاد کړي چې د اسلامي امارت مجاهدین دي، یا د مجاهدینو سره د تړاو په تور بندیان شوي دي. د دوحې توافقنامې په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم د پاتې ټولو بندیانو د خلاصون لړۍ اوس پای ته رسېدلې وای.

د یادونې وړ ده چې د دوحې توافقنامه په افغانستان کې د سولې د راتګ یوازینۍ جامع تګلاره ده، خو په افغانستان کې د جنګ د دوام مسئولیت د هغه چا پر غاړه دی چې د نوموړې توافقنامې په تطبیق کې خنډونه رامنځته کوي.

زهرجن تبلیغات:

له کومې ورځې چې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي د کابل ادارې مشران د سولې په خلاف پراخه زهرجن تبلیغات کوي، او ټوله نړۍ پرې شاهده ده،  په حقیقت کې دغه ډول زهرجن تبلیغات د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي.

په دیني او تعلیمي مراکزو بریدونه، اختطافونه، هدفي وژنې او نور جنایات خپله د کابل ادارې په استخباراتي همکارۍ پلان کېږي، او بیا د إسلامي امارت پر ضد تبلیغاتي استفادې ترې کوي، په کابل کې په شفاخانه، کورس او کابل پوهنتون حملې، په تخار کې په جومات او د قرآن کریم د حفظ په مدرسه بمبار ، مدني فعالان او خبرنګاران په نښه کول  یې څو نمونې دي، دوی ګومان کوي چې په دې توګه به د خپل قدرت بقا تضمین کړي.

ټولو ته معلومه ده چې د کابل اوسنۍ اداره د افغان ولس د ارادې ممثله نه ده، ځکه خو باید نړۍ د ولس د ممثل نظام په توګه تعامل ور سره و نه کړي، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره باید د خارجي لاسونو پرته په داسې افغان شموله خپلواک نوي اسلامي نظام توافق وشي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو څرګندوی وي؛ ځکه چې خپلواک اسلامي نظام د هیواد د هر ډول پرمختګ، اسلامي عدالت او ملي یووالي ضامن دی.

راتلونکی نظام:

د افغانستان د خپلواکۍ نه وروسته اسلامي امارت د قدرت د انحصار په فکر کې نه دی بلکې د ټولو افغانانو سره په ګډه، په ګران هیواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام غواړي.

افغان ولس له څلورو لسیزو راهیسې د هیواد د خپلواکۍ او زمونږ د دیني او افغاني ارزښتونو سره سره د اسلامي نظام د جوړولو په هدف د سر او مال هر ډول قرباني ورکړې او د همدې مقصد لپاره یې هلې ځلې روانې کړې دي.

 

راتلونکی إسلامي نظام باید د ځپل هېواد علیا ګټې او  د ولس هوسایۍ لپاره لاندې ګامونه پورته کړي:

د ولس او خلکو خدمت:

زموږ ګران ولس له څلويښتو كلونو له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دی، په ځانګړي ډول له شلو کلونو را په دې خوا کله چې بهرنیو ځواکونو زموږ په هېواد او ولس یرغل وکړ.

راتلونکی نظام به په خپل ټول توان هڅه کوي چې د ولس د هوسایئ او د هېواد د ښېرازۍ لپاره اړین ګامونه واخلي، إسلامي امارت له شلو کلونو راهیسې د هېواد او ولس د خپلواکۍ لپاره په مبارزه بوخت دی، خو بیا هم تر خپل واک لاندې سیمو کې یې د خلکو لپاره بشپړ امنیت ټینګ کړی، د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره یې چې څه په وس پوره دي هغه یې کړي، او كوي یې.

حال دا چې په دې اړه له إسلامي امارت سره هېڅ ډول مرستې نه کېږي، موږ له نړۍ او نړیوالو سازمانونو او حتی شتمنو اشخاصو څخه هیله کوو چې زموږ له هېواد او ولس سره په داسې توګه لازمې مرستې وکړي چې شفافیت او عدالت پکې تامین وي، او دا هغه وخت کېدای شي چې له إسلامي امارت سره په همږغۍ وي، په دې اړه إسلامي امارت هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

ملي شتمنۍ:

د إسلامي نظام له مسئولیتونو او ولس ته د خدماتو وړاندې کولو یوه لار د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل دي. اسلامي امارت د ګران هیواد ملي شتمنۍ لکه:پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مراکز، کانونه، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، روغتونونه او داسې نور عام المنفعه ځایونه، زیربناوې د ولس مشترک مال ګڼي، ساتنه او د هغو څخه د ولسي ښیرازۍ په موخه سالمه او فني ګټه اخیستنه خپله وجیبه بولي.

د ښځو حقوق:

إسلامي نظام باید د ټولنې د ټولو وګړو حقوق خوندي وساتي، په دې اړه یوه موضوع د ښځو د حقوقو ده، اسلام ښځو ته ټول بنیادي حقوق لکه د تعلیم، کار، ملکیت، تجارت، امن، صحت او د ښه ژوندانه حق ورکړی دی. رسول الله صلی الله علیه د ژوندانه په اواخرو کې له ښځو سره د ښه چلند توصیه کړې ده.

په افغانستان کې د اشغال له امله د ښځو د حقوقو په وړاندې ګڼې ستونزې را پیدا شوې دي. ښځې له ډیرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي. په ۱۹ کلونو کې په سلګونه ملیارده ډالر افغانستان ته راغلل، خو اوس هم په افغانستان کې د صحي مراکزو د نه شتون او د کیمیاوي وسلو د استعمال له کبله، زیاتره میندې او ماشومان له ګڼو ستونزو او ناروغیو سره مخ دي.

متاسفانه د اشغال په سیوري کې د ښځو د حقوقو په نامه د بداخلاقۍ او غیر اسلامي کلتورونو د خپرولو لپاره کار شوی. ښځې د افغاني عنعناتو پایمالولو ته تشویقول بل هغه څه دي چې د ښځو د حقوقو په نامه په افغاني ټولنه باندې تپل کیږي. په تېرو دوه لسیزو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او خشونت په زرګونو پیښې شوي دي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په وخت کې يې وجود نه درلود.اسلامي امارت د ښځو د حقوقو په هکله ډیره واضحه او شامله تګلاره لري. داسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق باید په داسې ډول خوندي شي چې هم یې روا حقوق تر پښو لاندې نه شي او هم یې انساني، اسلامي او افغاني کرامت پرځای وي. اسلامي امارت د ښځو په وړنداې د ناروا رواجونو او دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی.

په ټولنه کې د ځوانانو اهمیت:

ځوانان د هرې ټولنې ډېره ارزښتمنه سرمایه ده. د افغانستان د نفوس تر نیمايي ډیره برخه ځوانان دي، چې په تعلیم او مسلکي زده کړو سنبال دي. د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې له پیله تر اوسه  ځوانان د مسئولینو او مؤظفینو اکثریت تشکیلوي. اسلامي امارت د ځوانانو په سالمه او مسلکي روزنه باور لري، همدا ځوانان دي چې په راتلونکي خپلواک افغانستان کې به د هیواد په وده او پرمختګ کې مهم رول لري. اسلامي امارت د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په مقصد په هیواد  کې شته امکانات په کار اچول او په دې برخه کې د نړۍ پانګونې او مرستې راجلبول خپل مسئولیت ګڼې.

رسنۍ او دبیان ازادي:

رسنۍ او مطبوعات د خپل اصلي رسالت له مخې مسئولیت لري چې عام افکار مثبت لوري ته سوق کړي، نیمګړتیاوې په ګوته کړي، او خلکو ته حقائق ورسوي، اسلامي امارت د رسنیو په اهمیت او اړتیا باور لري او د ټولنې د اصلاح، اګاهۍاو لوړو ګټو د ساتنې لپاره یې ښه وسیله بولي. البته د بیان ازادي باید له اسلامي اصولو او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي.

د مخدره موادو مخنیوی:

د اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ په وخت کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شوی و او د افغانانو په مینځ کې په نشه يي توکو د معتادو کسانو کچه تقریبا د نشت برابره وه. خو د ۱۹ کلن اشغال تر سیوري لاندې اوس په افغانستان کې د معتادینو شمیر تقریبا ۴ ملیونو کسانو ته رسیدلی دی چې یوه برخه يې ماشومان او ښځې دي.

اسلامي امارت غواړي د کوکنارو د کښت، مخدره موادو  د استعمال او قاچاق مخه ونیول شي. په راتلونکي افغانستان کې د نړۍ د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او هماهنګۍ، د بدیل معیشت په برابرولو سره د کوکنارو کښت باید تدریجا صفر ته راټیټ شي.

بهرنۍ پالیسي:

۱- سياسي اړیکې:

اسلامي امارت غواړي د هیواد علیا مصالحو ته په کتو سره د نړۍ له هیوادونو  په ځانګړي توګه له ګاونډیو سره د متقابل تعامل په اساس مثبتې او تعمیري اړیکي ولري.

د ناپییلتوب په چوکاټ کې په سیمه کې د منفي سیالیو په ځای د مثبتو او متوازنو اړیکو د غښتلتیا او ودې غوښتونکی دی.

د افغانستان اسلامي امارت هیڅ خارجي اجنډا نه لري, مونږ د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوو او نه نورو ته اجازه ورکوو چې زمونږ په چارو کې مداخله وکړي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو په شمول د کوم بل هېواد د امنیت په خلاف استعمال کړي.

اسلامي امارت د شرعي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې بین المللي اصولو ته متعهد دی. مونږ نه غواړو چې هیواد مو د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي، بلکې د یوه مستقل، خپلواک او قوي هیواد په توګه د سیمې، نړۍ او خصوصا اسلامي هیوادونو د قضایاوو حل او ثبات غواړو.

۲- اقتصادي اړیکې:

افغانستان د نورو هیوادونو پانګه اچونې ته اړتیا لري او په طبیعي ډول دې کار ته چمتو دی، ځکه چې زمونږ هیواد د جغرافیايي موقعیت په اعتبار د جنوبي او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د وصل نقطه ده. مونږ غواړو افغانستان په سیمه کې د نورو هیوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکي ولري.

۳- بشري مرستې او اړیکې:

اسلامي امارت د بشردوسته هیوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو موسساتو، ملي سوداګرو او د نورو بشري بنسټونو امنیت ته ژمن دی، او دوی ته بلنه ورکوي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د هیواد په ټولو ساحو کې مستحقو خلکو ته مرستې ورسوي. خو په تاسف سره باید ووایو چې په تېرو دوه لسیزو کې د کابل ادارې د فساد او عدم شفافیت له امله د ولس او هیواد په نامه په ملیاردونو ډالره راغلې مرستې مستحقینو ته نه دي رسیدلي. اسلامي امارت په نړیوالو بشري بنسټونو ږغ کوي چې له أفغان ولس سره مرستې وکړي، او په شفافه او عادلانه توګه ویشلو کې یې د إسلامي امارت په همږغۍ تر سره کړي.

روغتیایې چارې:

اسلامي امارت د روغتیایې چارو لپاره ځانګړی کمیسون لري، او له ولس سره د روغتیايې خدماتو او روغتیا د بخش کارکوونکي بې پرې ګڼي . اسلامي امارت له نړیوالو روغتیایې موسساتو، لکه سره صلیب، ایمرجنسي، او بې سرحده ډاکټرانو سره تفاهم لري، او تر خپله وسه یې هڅه کړې چې په خپلو سیمو کې روغتونونه او کلینیکونه جوړ او روغتیایي پرسونل ورته چمتو او وروزي.

اسلامي امارت مجاهدینو ته هدایت کړی چې د صحت او تعلیم د کار کوونکو امنیت تامین کړي. اسلامي امارت یو ځل بیا په نړیوالو روغتیايي مرستندویه ادارو ږغ کوي چې بشري حقوقو ته ددرناوي له مخې ټولو هېوادوالو ته یو شان خدمات ورسوي.

په اخیر کې یو ځل بیا ټینګار کوم چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی او په دې نظر دی چې همدغه تړون د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره یوه جامع تګلاره ده چې ټول اړخونه باید ورته التزام ولري.

په پای کې له ټولو ګډونوالو او په ځانګړي ډول د پروګرام د تنظیموونکو څخه مننه کوم چې د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله یې زمونږ نظر په توجه سره واورېد.

د یوه ازاد، خپلواک، او سولییز افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

تر پرونه پوری خو مو ۵۰۰۰ بندیان د سولی مخ کی خنډ ګڼل نن بیا نور بندیان د سولی مخ کی خنډ ګڼی. دا کوم منطق منی چی نه اوربند سته او نه هم اورکم مګر تاسی ۷۰۰۰ بندیان نور غواړی. زهرجن تبلیغاتو کی تاسی د متقابل اړخ څخه کم نه یاست. لنډه دا چی یو هم د سولی فکر نه لری.

Adam Khan

Thank you Mujahid Saib Mulla Beradar

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx