روغتیا

اندونیزیایي شرکت: چینایي واکسین «سینوواک» ۹۷ سلنه اغیزناک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): یوه اندونیزیایي شرکت ویلي چې په دغه هېواد کې د چینایي شرکت «سینوواک بیوتک» له لوري د کرونا ضد چمتو شوي واکسین له یوې پرمختللې مرحلې وروسته لومړني معلومات ښيي چې ۹۷ سلنه اغیزناک دي.

د اندونیزیا شرکت «بیو وارما» ویاند ایوان سیتاوان په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د لومړني معلوماتو پر اساس، له ازموینو یوه میاشت وروسته موږ اوس کولی شو ووایو د دغه واکسینو فعالیت ۹۷ سلنه اغیزناک دی او هیڅ منفي اندیښنې نه لري.

ددې سربېره ویاند خبرداری ورکړ چې د واکسینو لخوا انسان ته د معافیت ورکولو غبرګون کې اړینه نه ده چې د کرونا ویروس څخه د ساتنې ترجماني وکړي، خو د نوموړي په وینا، «موږ به په دې اړه جنوري کې بشپړ معلومات ترلاسه کړو».

د چین په پلازمینه بیجنګ کې د سینوواک شرکت ویاند وایي، شرکت لا هم د واکسین د فعالیت معلومات نه دي ترلاسه کړي. خو په چین کې د جیمیان ویبپاڼه راپور ورکوي، په برازیل کې د واکسین ازموینې ممکن دغسې راپورونه ورکولو ته اړ کړي.

بیو وارما شرکت د یادو واکسینو دریم پړاو کلینیکي ازموینو ته په تمه دي او تمه لري د راتلونکې کال په پېل کې د واکسین ډوزونو تولید پېل کړي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د اندونیزیا حکومت تایید کړه چې دوی به د چینایي سینوواک واکسینو ۱.۲ ملیونه خوراکه ترلاسه کړي، د وروستیو پایلو پر اساس به د بیړني استعمال اجازه ورکړي.

له دې وړاندې د فایزر، مودرینا، آکسفورد او د روسیې سپوتنیک شرکتونو له لوري چمتو شوي واکسین شاوخوا ۹۵ اغیزناک ښودل شوي، او په وینا یې هیڅ منفي اندېښنې نه لري.

په دې وروستیو کې روسیې اعلان کړی چې خپل چمتو کړي واکسینو کارول یې پېل کړي، په داسې حال کې چې برتانیا کې هم د فایزر واکسین کارول پېل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx