روغتیا

د فایزر واکسینو د ازموینې په پایله کې ۶ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د خوړو او درملو لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د فایزر-بیونټیک شرکتونو لخوا د چمتو شوي واکسینو د ازموینې په پایله کې شپږ کسان مړه شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو لخوا د یاد راپور پر اساس پر فایزر واکسینو منفي تبصرې شوي چې د ښه کولو پرځای د خلکو ژوند اخلي، خو د فایزر-بیونټیک شرکت له لوري په دې اړه غبرګون څرګند شوی او د یاد راپور په اړه یې رسمي ځواب ورکړی دی.

د یادو شرکتونو چارواکو د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې د شپږو کسانو مړینه له واکسین سره هیڅ تړاو نه لري.

اعلامیه زیاتوي، د هغو کسانو له مخې چې د کرونا واکسین ورکول شوي ځینې یې د کرونا له سخت حالت سره مخ وو، ۶ کسان مړه شوي، چې څلورو یې جعلي واکسین او دوه تنو نورو اصلي واکسین کارولي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «مګر د شپږو کسانو د مړینې قضیه واکسینو پورې اړه نه لري».

باید وویل شي چې پورتني شپږ کسانو ته شپږ میاشتې وړاندې د دریم پړاو ازموینې پرمهال د فایزر واکسین ورکول شوي وو.

د امریکا د خوړو او درملو اداره وایي، د واکسین په اړه هیڅ ډول اندیښنې شتون نه لري، دغه واکسین په کلینیکي ازموینو کې له ۹۰ سلنو زیات اغیزناک ثابت شوي دي.

د امریکایي شرکت فایزر او د جرمني شرکت بیونټیک لخوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې د واکسین اخیستونکي کس معافیت غبرګون له لومړي خوراک وروسته پېل کیږي، ځکه چې دا له کرونا څخه ۸۸ سلنه ساتنه کوي.

خو له دوهم خوراک سره کوم چې ناروغ ته ۳ اونۍ وروسته ورکول کیږي، واکسین د ناروغ ۹۵ سلنه محافظت کوي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره وایي، د واکسین لومړي خوراک کارولو نه وروسته په لسو ورځو کې د وجود دفاعي موادو (انټي باډي) تولید پېلوي.

د یادونې وړ ده چې برتانیا د فایزر-بیونټیک شرکتونو واکسینو کارول په لومړي وار د سه شنبې په ورځ پېل کړل چې له ۹۰ کلنۍ پورته ناروغانو ته ورکړل شوي دي، او دغه پروسه به ډیر ژر پراخه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx