افغانستان

تخار: د دولتي عسکرو خپلمنځي نښته کې د بنګي ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دولتي عسکرو ترمنځ وسله واله نښته کې د بنګي ولسوالۍ ولسوال فیض الرحمن حیدري له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.

دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، فیض الرحمن حیدري د چال ولسوالۍ مربوطاتو کې هغه مهال د نامسئولو وسله والو(اربکیانو) تر برید لاندې راغلی کله چې نوموړي غوښتل د ولایت مرکز تالقانو ښار ته راشي.

اسیر زیاتوي، په دغه نښته کې د ولسوال یو ساتونکی وژل شوی او په خپله ولسوال له دوو نورو ساتونکو سره ټپي شوی ؤ؛ خو ولسوال روغتون ته پر لاره خپل ژوند بایللی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر خپلمنځي نښته کوي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو ځمکو د غصب او نورو مالي امتیازاتو ترلاسه کولو پر سر خپلمنځي نښتې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx