افغانستان

بلخ: ترافيکي پېښه کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې اووه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې تېره ورځ ناوخته د شولګرې ولسوالۍ په حلقه جر سيمه کې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

عادل وايي چې د ملکي سپرليو يوه سراچه ډوله موټر له يو بار وړونکې لارۍ سره ټکر شوی دی چې د دوو مېرمنو په ګډون پکې اووه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړې ده چې له پېښې وروسته د لارۍ موټر چلوونکی نيول شوی دی او د پېښې په اړه ترې څېړنې روانې دي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په ترافيکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې لامل يې د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx