افغانستان

ویلیم هیګ: د پایلو له اعلان وروسته جنجال، د نړۍ له ملګرتوبه لاس مینځل دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وايي چې د ټاکنو له پایلو وروسته د کوم نوماند له لوري جنجال به له افغانستان سره د نړۍ ملګرتوب پای ته ورسوي.
د نوموړي په خبره په دیارلس کاله کې شوی پرمختګ به په ټپه ودرېږي. او د نړۍ له ملګرتوبه به لاس ومینځي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغه پورته څرګندونې وکړي چې د چنګاښ په شپاړلسمه د ټاکنو په لومړیو پایلو کې نږدې په دیارلس سلنه رایو توپیر ډاکټر اشرف غني احمدزی له خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله نه وړاندې او بریالی اعلان شو.
ویلیم هېګ ويلي دي چې د افغانستان شرایط ډېر حساس دي او نوماندان دې هڅه وکړي چې چوپه خوله پاتې شي  د دوی وړه غلطې به هم ډېر لوی تاوانونه راپیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو  د رایو د پایلو  له مخې په ټاکنو کې ناکام نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د لويې جرګې په خېمه کې د یو بل موازي حکومت د اعلان ګواښونه وکړل.
د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د لويې جرګې په خېمه کې د افغانستان د برحال ولسمشر حامد کرزي انځور ټوټه کړی دی او پر ځای د ډاکټر عبدالله عبدالله انځور لګولی دی.
له بله اړخه د سیاسي چارو مبصرین پر دې اند دي چې  په ټاکنیزو مسایلو کې د لویدیځوالو په تېره بیا دامریکا دومره مستقیمه لاسوهنه دا په ډاګه کوي چې د ټولو پېښو اصلي محرکین همدوی دي.
د چارو شنونکی وحید مژده وايي چې یو نوماند هم خپل واک نه لري دوی به هغه کوي چې امریکا ورته وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x