افغانستان

راپور: يوه اونۍ کې دولتي عسکرو ۲۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د دولتي عسکرو له لوري د ملکي خلکو په کورونو او ميشت ځايونو بريدونه ورځ تربلې زياتيږي؛ دا ځل بيا په تېره يوه اونۍ کې د دولتي عسکرو په بريدونو کې  ۲۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري په خپاره شوي اوونيز راپور کې ويل شوي دي چې په تېره يوه اونۍ کې د هيواد په څوارلس ولايتونو کې د ملکي خلکو په کورو ۱۷ ځلې بريدونه او بمبار شوی دی چې له امله یې د درې ښځو په ګډون ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

طالبانو په دغه اوونيز راپور کې غزني، غور، فاریاب، هرات، بدخشان، کابل، هلمند، جوزجان، لوګر، کاپيسا، زابل، خوست، غزني او کندز ولايتونه ياد کړي دي چې په کې د دولتي عسکرو له لوري ملکي وګړي پکې په نښه شوي دي.

راپور زياتوي چې په دغه بريدونو کې د‌ ملکي خلکو ۷ کورونه نړېدلي دي او د سيمې د اوسېدونکو سلګونه سره مالونه هم د اربکيانو لخوا په زور وړل شوي دي.

طالبانو په ملکي وګړو برېدونه غندلي دي او په نړيوالو بشري ټولنو يې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري جناياتو په مخنيوي کې خپل مکلفيت اداء کړي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې اربکيان او ځانکړي ځواکونه ملکي خلک له خپلو کورونو او کارځايونو وباسي او وژني يې.

خوست هم يو له هغو ولايتونو دی چې د کمپاين عسکرو له لوري په کې ملکي او مسلکي خلک وژل کېږي او په تېره یوه مياشت کې يواځې په خوست کې له ۳۰ زيات ملکي خلک په خورا وحشت سره د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx