
اردوګان د قرهباغ فتحې نمانځغونډه کې د ګډون لپاره ازربایجان ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ناګورونو قرهباغ د فتحې نمانځغونډه کې د ګډون لپاره د ازربایجان پلازمېنې باکو ته رسېدلی دی.
د ازربايجان دفاع وزارت نن په پلازمېنې باکو کې د قرهباغ د فتحې ستره نمانځغونډه نيولې، چې تېره مياشت يې له ارمينيايي عسکرو نيولې ده او دواړو لوريو د روسيې په منځګړيتوب د جګړې ختمولو تړون کړی دی.
د اردوګان الوتکه د باکو «حيدر علييف» پر نړيوال هوايي ډګر ښکته شوه او د لوړپوړو ازري چارواکو له لوري يې تود هرکلی وشو.
له اردوګان سره په دې سفر کې د هغه مېرمن، د بهرنيو چارو وزير مولود چاويش اوغلو، د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند وياند عمر جليک، د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم کالن او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
په دغه نمانځغونډه کې به پوځي مانورې هم وشي او ولس به له ازري پوځيانو سره په ګډه له ارمينايي عسکرو د ناګورونو قرهباغ سيمې ازادي ونمانځي.
د ازربايجان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د قرهباغ په جګړه کې ګډون کوونکي درې زره «قهرمان جنګيالي» به په دغو پوځي مانورو او نمانځغونډه کې ګډون وکړي.
د بريا په دغه نمانځغونډه کې به هغه ټانکونه او وسلې هم نمايش ته وړاندې شي، چې ازري ځواکونو له ارمنيايي عسکرو نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ د جګړو پر مهال ترکيې د ازربايجان ملاتړ کاو او د سولې تړون کې يې مهمه ونډه درلوده.