نړۍ

ګارډين: اسټراليا دې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د قربانيانو وارثانو ته تاوان ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو له لوري د وژل شوو ملکي افغانانو په اړه په خپاره کړي مطلب غوښتنه کړې، چې د اسټراليا حکومت دې د دغو ملکي افغانانو کورنيو ته تاوان ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هم په دغه پېښه خواشيني ښودلې او خپلې اندېښنې يې د اسټراليا حکومت سره شريکې کړي دي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن که څه هم د ملکي افغانانو په وژنه خواشيني ښکاره کړې وه او له افغانانو بښنه غوښتې وه، خو اوس يې ویلي، د دغو افغانانو کورنيو ته د تاوان ورکولو په اړه يې غور نه دی کړی.

د اسټراليا حکومت تېره مياشت منلې وه، چې عسکرو يې افغانستان کې د ناټو ماموريت تر چتر لاندې د عملياتو پر مهال  ۳۹ بندي افغانان وژلي وو.

د اسټراليا د پوځ مشر جنرال ريک بور تېره مياشت ويلي و، چې ديارلس پوځيان يې د ملکي افغانانو د قصدي وژلو له امله له دندې ګوښه کړي دي.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې د دغو افغانانو په وژنه خواشيني څرګنده کړې وه او د اسټراليا له حکومته يې غوښتي وو، چې په دې اړه بايد بې پرې څېړنې وشي او هېڅ ډول پوځي او سياسي مداخلې په کې ونه شي.

د رپوټونو له مخې د دغو وژنو د څېړنو پر مهال نهو اسټراليايي عسکرو ځانوژنه کړې او غالب ګومان دا ښوول شوی، چې ښايي دغو عسکرو له محاکمې د ځان ژغورلو او خجالت له امله ځانوژنه کړي وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx