ټولنیزه برخه

د دوو تقوادارو ښځو کېسه

غلام عمر عبدالله

د عراق په بغداد ښار کي يو ډېر شتمن بزاز ؤ. يوه ورځ په خپل دوکان کي ناست ؤ چي يوه پېغله يې دوکان ته راغله او شيان يې کتل غوښتل يې چي يو شی رانيسي. ناڅاپه يې له مخ څخه نقاب لېري شو او مخ يې ښکاره شو.

د نجلۍ د مخ په لېدلو سره سړی حيران شو، ويل: په الله قسم! “هغه څه چې ما وليدل حيران شوم.”

نجلۍ ورته وويل: زه د څه شي رانيولو لپاره نه يم راغلې!
د څو ورځو راهيسي مي په زړه کي دا خبره راګرځېدل چې بازار ته ولاړه شم، ترڅو له يو مناسب شخص سره مخامخ شم او واده ورسره وکړم خو اوس مي ته زړه ته راتېر شولې.
نو زه خپله شتمني/کور لرم ایا ته له ما سره واده کولو ته تيار يې؟

سړي ويل: زه مېرمن لرم او مېرمن مي د تره/کاکا لور ده او له هغې څخه يو بچی لرم.
نجلۍ ویل: زه راضي يم! ماته په فقط په اوونۍ کي دوه ځلي راځه!
سړی هم راضي شو او د نکاح عقد يې وتړی، نجلۍ خپل کورته ولاړه او سړی هم ورسره ولاړ.

کله چي سړی خپل کورته راغی نو خپلي مېرمني ته يې وويل: زما ځينو ملګرو غوښته راڅخه وکړه چي يوه شپه شپه به له دوی سره اوسم.

“د مېرمني يې ورسره خوښه شوه”
سړی به هره ورځ له غرمې وروسته د خپلي نوي مېرمني کورته ورتلی چې په دې ترتيب سره اته مياشتي تېري شوي.

پخوانۍ مېرمني ته يې د خاوند حالات او وضعيت خوند نه ورکاه، نو خپلي يوې ګاونډۍ ته يې وويل:
کله چې زما خاوند له کوره وځي ته يې وڅاره چې چېري ځي؟

ګاونډۍ يې هم په پسې شوه سړی دوکان ته راغی. کله چې غرمه شوه سړی د نوي مېرمني د کور په لوري روان شو.

ګاونډۍ هم په پسې شوه په داسي حال کي چي بزاز د خپلي ګاونډۍ په څار او تعقيب نه پوهېدی تر دې چي د نوي مېرمني کور ته ننوتی.

ګاونډۍ له نورو ګاونډيانو څخه پوښتنه وکړه ويل:
دا کور د چا دی؟
ګاونډيانو ويل: دا د يوې نجلۍ دی چې له يوه تاجر سره يې واده کړی دی!

ګاونډۍ بېرته د بزاز کورته راغله د بزاز مېرمني ته يې وويل: په يوې خبري دي خبروم خو ته به چاته نه وايې ګاونډۍ يې د خاوند ټوله حال ورته بيان کړ.

ښځي هم خپل خاوند ته هيڅ حال ونه وايه
(نه يې ځان ترې خفه کړ، نه يې کوم جنجال او پراېشانه جوړه کړه).

په دې منځ کي يو کال تېر شو. سړی ناروغه شو او وفات شو چې اتيا زره ديناره شتمني يې تر شا پاته شوه. ښځه راپاڅېدل له مېراث کي څخه يې اتمه برخه چې زر ديناره کېدل بېله کړه. پاته اووه زره ديناره يې د خپل زوی حق جدا کېښودی.

اتمه برخه يې دوې برخي کړلې يوه برخه يې يوې کڅوړي ته واچول او د خادمي په لاس يې ورکړه ويل دا هغي ښځي (مقصد يې خپله بن وه) ته تسليم کړه او ورته ووايه: ميراث اته زره ديناره ؤ چې اتمه برخه مي د ځان او ستا ترمنځ نيمايي کړه او پاته اووه زره ديناره مي د خپل زوی حق وګرځوی.

خادمه ولاړه د ښځي کورته دروازه يې وروټکول، خادمه کورته ننوتل او ښځي ته يې وويل: يوه بېړنۍ خبره درته کوم. خادمي د هغې د خاوند د مړيني خبر ورکړ او ټول حال يې ورته ووايه.
ښځي (د خبر په اورېدلو سره) وژړل، څنګ ته پروت صدوق يې خلاص کړ او يوه پاڼه يې ترې را وايستل او خادمي ته يې وويل: خپل کور مشري ته ورشه زما له لوري سلام ورته ووايه!
او په دې يې خبره کړه چي سړي زه طلاقه کړې وم او راته ليکلي يې وه چي ته له مال څخه بې برخي يې. نو دا مال بېرته هغې ته وروړه ځکه چي زه په ميراث کي کوم حق نه لرم.
[صفة الصفوة – (1\300)].

سبحان الله!
له دې ستر غم او مصيبت سره سره بيا هم د تاجر د لومړۍ مېرمني هوښيارۍ، پوهي، عقل او عدل ته تعجب دی.
خو د دوهمي مېرمني قناعت، صبر، غيرت او قرباني هم د ستايني وړ ده ځکه چي سړي نه وه طلاقه کړې خو د ميراث له اخيستلو څخه يې ځکه ډه ډه وکړه چي د خاوند د مړيني په سبب چي کوم غم او مصيبت ور ورسېدی د هغه له وجهي له ميراث اخيستلو څخه تېره شوه.

يقيناً؛
نېکان او صالحان له دې نړۍ څخه تللي دي خو د هغوی نېک سيرت او د سپېڅلي ژوند آثار او نمونې ژوندۍ دي.

استغفرالله!
په دې زمانه کي ځيني داسي ښځي هم شته چي دا خوښه ګڼي چي خاوند يې له پرديو ښځو سره نامشروع اړيکي ولري خو دا نه شي زغملی چي خاوند يې په مشروع توګه نوري ښځي په نکاح کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx