لیکنېنظــر

طالب زندانيان او د سولې ضد کينه ګر شنونکي!

حماد افغان

په قطر کې د سولې مذاکرات او به کابل کې د کینه ګرو حسودانه څرګندوني.

تیره ورځ  د طلوع نیوز ، دتودې خبر په میز کې درې تنه هیواد وال د شخصیتونو په توګه غوښتل شوي و ، چې نجیب الله کابلی د دولت په نمایندګي ، ،محب الله زهیر د نظامي چارو  او نور احمد ناصري د سیاسي چارو شنونکي.

تاسو د نجیب الله کابلي خبرې واورئ، هغه وائې: موږ ۵۰۰۰ طالب بندیان،چې ټول ئې د مخدره موادو په قاچاق او جنایتونو کې لاس درلود ، د حسن نیت په توګه خوشې کړل.

لومړی دا چې د کابل اداره نه شرم لري او نه حیأ.
که دوی په دې توانیدل چې د بندیانو معامله په خپل لاس کې وساتي، حتماً به موږ ویل چې حسن نیت دی.

د آنس حقاني د خوشې کیدو په مسئله کې څو ځله د کابل اداري مشر اشرف غني ته هم تر اقانه څرګندونې وکړې، چې حتی سره کرښه ئې وبلله، لاکن نتیجه هغه شوه چې امریکا غوښت ، نه چا دسرې کرښې خبره کولای شوه اونه دنه خوشې کیدو.

روان جریان ته چې څومره د کابل ادارې بندونه واچول له چا پټ نه دي، بالاخره هغه څه وشول چې امریکا غوښتل!!

نجیب الله کابلی یو ځل په تیزابو وسوځول شو، ده پړه په ایران واچوله، ماله دې حمایت کوو، زما یو ملګري وویل : دا استخباراتي جګړه دی کله له مهرو قرباني اخستل کیږي، ما نه منله ، هغه دلیل په توګه ویل:
د  افغانستان په اشغال کې ایران د امریکا له نږدې بلکه د سوند موادو په توګه ورسره ملګرتیا کوله، نجیب الله کابلي د همدې ډلې له همکارانو څخه دی، زما ذهن ته دا خبره د حقیقت په توګه تر هغه نه کیناسته چې تیره ورځ مې د ده څرګندونې واوریدې.

د دولت له لوري چې هر یو تن په کابل کې د خبرو میز ته وغوښتل شي، یواځې د جنګ په لهجې خبرې کوي هغه هم چې د ارګ لخوا ورته چوکاټ شوي وي.

د نجیب الله خبرې داسې حسودانه وې چې له حده اوښتې  او په خپلو خبرو شرمیده هم نه چې څه وايي، که د بندیانو واک له تاسره وای او بیا متيقن وې چې دا دمخدره موادو په قاچاق  او په نورو جرمونو ککړ دي ، ولې د خوشي کول؟

دویم: که طالبان بهرني وګړي او یا دبهرنیانو لپاره ګمارل شوي ؟، بیا دکابل اداري نه بې غیرت ، بې وجدان او بې ناموسه به بل نه وي چې دوی سره روغه وکړي ، ملت ته دې قناعت ورکړي او په میړانه د د سولې خبرې تحریم کړي او دمقاومت لاره دخپله کړي.

دریم: که په خپلو خبرو کې صادق نه یاست ، طالبان افغاني پدیده دی او دملت له زړه را ټوکیدلي با شهامته قوت دی چې استعماري ککرۍ ئې ماته کړه، اعتراف وکړئ او د افغانستان لپاره له لجاجت او بې ایماني تیر شئ، اسلام خو هسي  پردي پال  نه خوښوي.

داسي نه شي کیدی چې له یویخوا مذارات کوئ له بلې خوا نجیب الله کابلي غوندې بې هویته انسان پنځه زره بندې طالبان دمخدره موادو قاچاقبران معرفي کوي.

د نجیب الله کابلي لهجه د سولې نه بلکه د تند جنګ لهجه وه.

دویم: په اصطلاح نظامي شننونکی!
محب الله زهیر په خپلو خبرو کې د یو جنګي قوماندان دنده غوره کړې وه ، دا په دې نه ارزی چې تبصره ورباندي وشي، خو ده له حده تیری وکړ، ده  دکفر کلمات وویل، که دا د ده عقیده وي، بیا دا داسلامي اُمته وتلی ، سپارښتنه کوم چې دتوبې او رجوع سره دنکاح تجدید د هم وکړي.

ده وویل: اسلامي آمارت یو استبدادي، دیکتاتوري او ظالمانه نظام دی.

اسلامي امارت او اسلامي دولت دطالبانو میراث نه دی او نه د دوی ملکیت بلکه اسلامي شعار، د ملت لپاره د قانون مرجع او دنظام مصطفی(صلی الله علیه وسلم) عملي واکمني دی.

یو څوک چې خبرو ته غوښتل کیږي ، له هغه توقع هم وي چې علمي بحث وکړي، خو د ده علمي خبرې داوې چې طالبان سڼور او لغړیان دي.

نجیب الله کابلي او محب الله زهیر سره پرته له دې چې دارګ له لوري دویته چوکاټ ورکړل شوی ونور هیڅ واک نه و،دوی یوه خبره هم د باندې نه شوه کولی، کنه د محترم نور احمد ناصري له څرګندونو  به ئې يوڅه حیا کړې وه چې خبرې ئې په هیواد او ملت د زړه سواندې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx