افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: اشرف غني د «جنګي مجرمینو» له قضیو سره د اسټرالیا له چلند خوښ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، اشرف غني له هغه چلند خوښ دی، کوم چې اسټرالیا یې په افغانستان کې د عامو وګړو  وژونکو اسټرالیایي پوځيانو له قضیو سره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د یاد وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې کړې او د افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه د بحث تر څنګ د هغو اسټرالیايي عسکرو د قضیو په اړه هم ورسره غږېدلی، چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ښکېل بلل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې- حنیف اتمر ته ډاډ ورکړی چې اسټرالیا د جنګي مجرمینو قضیه «جدي» اخیستې او په دې برخه کې له راتلونکو اقداماتو کابل حکومت هم خبروي.

ورته مهال اتمر ویلي، چې اشرف غني له جنګي مجرمینو سره د اسټرالیا له چلند خوښ دی او لا به غوره وي، که په دې برخه کې د دواړو هیوادونو تر منځ ګډه کاري کمېټه تشکیل شي.

یاده دې وي، چې کابو میاشت وړاندې د اسټرالیا پوځ داسې اسناد خپاره کړل چې ښودله یې د یاد هیواد یو شمېر عسکر په افغانستان کې د ماموریت په مهال په جنګي جرمونو کې ښکېل پاتې شوي او ۳۹ تنه بې ګناه عام وګړي يې وژلي.

د یادو جرمونو په اړه د چین او اسټرالیا تر منځ هم ناندرۍ راپورته شوې او چین له اسټرالیا وغوښتل چې جنګي جرمونو محاکمه او له افغانانو بښنه وغواړي؛ خو کابل حکومت پر دواړو لورو غږ وکړ، چې خپلمنځي اړیکي خرابې نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

نغګیه! استرالیا خپل فوځیان د بی ګناه افغانانو په وژلو او ځورولو په خاطرمحاکمه کړل. ته بی مغزو متفکرته به کله خپل وحشی فوځیان د بی ګناه افغانانو په وژلو او ځورولو په خاطرمحاکمه کوی. که دی هسی د بل….. دی ټرهاری دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x