نظــر

مجاهد ویاند!

طارق بدر

استاد یاسر د ا.ا.ا د پخواني ویاند ډاکټر صاحب حکیمي یادونه کوي، چې کومې پاکستانۍ رسنۍ ورسره مرکه کړې وه، حامد کرزي د پاکستان پر دولت غږ کړی و، چې مطبوعات دې کنټرول کړي او د طالبانو د ویاند څرګندونې دې نه خپروي؛ د طالب قربانۍ طالب په ډېر کم زماني واټن کې پر نړۍوال سټیج ودراوه او اوس يې په نړۍوالو او کورنیو رسنیو کې په شد و مد نظریات خپرېږي، حتی هغه محمدي بیرغ چې حامد کرزي په قطر کې نه شوای تحمل کولی اوس د طالبانو د سیاسي غړو تر څنګ په هره رسنۍ کې را څرګندېږي.

تېره اوونۍ طالب ویاند مولوي صاحب ذبیح الله مجاهد له شمشاد تلویزون سره مرکه درلوده، د الله جل جلاله کړه دي په همدې ورځو کې مې چورت واهه، چې د دې نسبتاً ګونګو حالاتو په موقع مناسبه ده چې مجاهد صاحب له مفصلې مرکې سره را ښکاره شي، لله الحمد همدې شپو ورځو کې همدا مرکه برابره شوه او په مهم وخت کې يې پر مهمو موضوعاتو خورا واضح او د نور کله په توپیر په صراحت خبرې وکړې.

د دې مرکې ځانګړتیاوې:
دا مرکه د مجاهد صاحب له نورو مرکو سره خورا جوت توپیرونه درلودل، دا لومړۍ مرکه وه چې ما حس کړه، چې مجاهد صاحب د کوم تحریک د ویاند په توګه نه؛ بلکې د کوم پراخ حاکم دولت د ویاند په توګه غږېږي، په نورو مرکو کې يې ښايي د «مصلحت» تر سیوري لاندې ځينې پوښتنې غیر مستقیمې یا هم په مبهمو اصطلاحاتو ځوابولې، خو دې مرکه کې يې ځوابونه خورا مستقیم و.

مثلاً په پخوانیو مرکو کې به که په راتلونکي نظام کې د قومي سهم اړوند وپوښتل شو، نو تقریباً همدا ځواب به يې و، چې اسلامي امارت داسې نظام غواړي چې هر افغان ځان پکې وویني، خو دا ځل يې واضح وویل چې اسلامي امارت پر قومي ګډون دغسې باور نه لري، لکه څنګه چې يې د جمهوریت اړخ تشریح کوي او چاته د اهلیت له مخې نه: بلکې د قومي سهم له اړخه واکونه او چوکۍ ورکوي؛ اسلامي امارت اهلیت په پام کې لري او له افغانه د قوم پوښتنه نه کوي نه ورته مهم دي؛ همدا قومي درزونه پړسول د جمهوریت د شلو کلونو لاسته راوړنې دي، چې هېواد ته يې د خیرات فکر کړی او د یو لرغوني با عزته ملت برخلیک يې د امریکايي کثافاتو پاکوونکو ته په لاس کې ورکړی.

همدارنګه د جمهوریت او امارت په اړه د مجاهد صاحب ځواب خورا واضح و، چې امارت د اسلامي نظام د یو ډول نوم دی او څوک چې د اسلام په بدل کې بله مفکوره دلته حاکموي پر وړاندې يې سرونه په ورغوي کې نیسو.

دا لومړۍ مرکه وه، چې ښاغلي مجاهد صاحب پکې د حکمتیار صاحب او استاد سیاف نومونه په نېغ ډول واخیستل، چې د نورو اظهاراتو تر څنګ دا هم په ډاګه کوي چې اسلامي امارت د دې هېواد وارث او همدا یاد شوي کسان چې د همدې هېواد اوسېدونکي دي، په اړه يې فکر کوي، پر بې عزتۍ، خوارۍ او ذلت يې خپه کېږي او دا د یو دول شفقت اظهار و.

د دې تر څنګ يې د ټاکنو اړوند خپل دریځ په واضح ډول بیان کړ، دې مرکې وښوده چې مجاهد صاحب د یو مقتدر حاکم لوري د ویاند په توګه خبرې کوي، چې رښتیا هم د طالب وسله‌والو ډلې د یو مقتدر اسلامي پوځ او سیاسي دفتر يې له ټولې نړۍ سره په اړیکو د بهرنیو چارو وزارت با رسوخه رول خپل کړی دی.

د جګړه مارو اړوند د مجاهد صاحب نظر هم تر پخوا خورا واضح او نېغ و؛ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو پر وړاندې ځينې پخواني جګړه مار بیا را منظمېږي تاسې څه وایاست، په مستقیم ډول يې وویل، موږ جګړه نه غواړو، خو که څوک مو د اهدافو پر وړاندې خنډ شي، له منځه یې وړو؛ د مجاهد صاحب له څرګندونو ښکاري چې د ممکنه کورنۍ جګړې پر وړاندې يې هم په کور دننه او هم د باندې پوره تدابیر نیولي، په پنجشیر کې د ولسوالۍ سقوط، بدخشان کې د عملیاتو ګړندي کېدل، دایکندې کې نظامي حرکات دا په ډاګه کوي چې پخواني جګړه مار د بیا جګړې وس نه لري او طالب خپل ځواک ور ښيي، د دې تر څنګ نوموړي وويل، چې اوس پخوانی وخت نه دی چې کوم هېواد به د دې جګړه مارو تر شا ودرېږي، دا تبصره ښکاره کوي چې ګاونډیانو او نړۍوالو ته هم قناعت ورکړل شوی او راتلونکی افغانستان په سیمه کې د یو خوندي، با عزته او اسلامي نظام درلودونکی دی.

ان شاءالله

د اسلامي امارت د پالیسۍ د وضاحت تر څنګ د مجاهد صاحب شخصي چلند، اصطلاحات او تحمل دښمن هم افریني ته اړ کوي، کوربه خورا په سپین سترګۍ ځينې اصطلاحات سره اړول را اړول خو مجاهد صاحب پرلپسې تحمل کړی دی، چې د اسلامي نظام داعیان باید همداسې اخلاق ولري، خو له همدې تحمل نه ځینو رسنیو په پوره سپین سترګۍ بده ګټه هم اخیستې، الله جل جلاله دې وکړي چې مصلحت مو اصول تر پښو لاندې نه کړي، دې مرکې طالب سرتېرو ته یو ځل بیا دا ډاډ ورکړ چې د دوی د ملګرو د قربانیو او د دوی د ستړیو ثمره راتلونکې ده او مشران يې د حق له لارې د کږېدو ګناه نه کوي.

ان شاء‌الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

ههههههههه ګوړه ګوړه واياست خوله به مو خوږه وي. نننۍ افغانان د ۹۰ می لسیزی افغانان نه دی طالب هم که راځی د ۹۰می لسیزی # یې باید د ذهن څخه ايستلي وی او سم د ۲۱می پیړۍ د انسانانو په ډول افغاني جامعې ته را دننه کیږي. د جنرل حمیدګل سورلی نوره نسی ږغولی.

Karwan

بلي ترين خانه،
همداسي ده، دکابل په اداره راټول شوي افغانان خو نه په خپل ناموس بند دي او نه دنورو. مهمه داده چه ځنګه دالر پيدا کړي، هغه که دناموس او وطن خرځول وي او که نوروته جاسوسي وي. دتاسي داداري مهم مثال يي امرالله صالح دي،چه خپله په افتخار وایي، هغه دسي اي سره کار کوي. تاسي بيناموسان په هيځ نه شرميږي. دالله ج نه مو نابودي غواړم او الله د ژر دغسي کثيف انسانان د افغانستانه ورک کړي، اومين. کاروان

غوربندي

ترین خانه

دا خندا دې له درده ده که له مستئ؟

زمونږ هیواد د نویمو لسیزو په پرتله نور هم شا ته لوېدلی،،، نو د پرمختګ په حال او مسیر کې به خامخا د نویمو له حالاتو تېریژي، چېرته چې ګوډاګیان غواړي خپل شرارتونه تنظیم او بیا ځل بحران را منځ ته کولو هڅه وکړي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx