افغانستان

کندهار کې د ۱۵ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۵ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند قــــاري یـوســـــــــــــــــــــف احــــــــــمدي ددې خبر په  تایید سره ویلي، چې نن سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ په «چارباغ» سیمه کې د کمانډو عسکرو له عملیاتي قطعې سره سخته نښته کړې ده.

نوموړي په دغه نښته کې د ۱۵ کمانډو عسکرو د وژلو ترڅنګ د هغوی د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

له بل پلوه په کندهار کې د صفر درې یا د ملاصاحب د سرای قطعه بیا ادعا کوي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پرمهال د دولتي عسکرو یوه پوسته له کلابندۍ خلاصه کړې او د اربکیانو یوه ویجاړه شوې پوسته یې بیرته فعاله کړې ده.

خو کندهار میشتی خبریال صدیق الله افغان د ارغنداب د جګړې د تازه حال په اړه بیا وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې شاوخوا ۷۰ کیلومتره سیمه له دولتي عسکرو نیولې او د رود شمالي څنډه یې په بشپړ توګه تر خپل واک لاندې راوستلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ پراخې سیمې یوځل بیا د طالبانو لاسونو ته لویدلي او دولتي عسکر له کمزوري مقاومت وروسته له سیمې څخه په شاشوي دي.

له ارغنداب څخه په یو تازه خبر کې ویل شوي، چې نن ماخوستن ددې ولسوالۍ په «تابین» سیمه کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قطعې د موټربم له یوې درنې چاودنې وروسته جګړه پیل شوې، چې تردې مهاله هم دوام لري.

په ارغنداب کې د نښتو او موټربم چاودنو سره همهاله نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د ارغستان ولسوالۍ په لوی کلي کې هم د دولتي عسکرو په یوې پوستې موټربم چاودنه کې چارواکو ۶ عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

طالبه!
حمله وکړی ځایونه ونیسی بی شماره عسکر مړه کړی، خلګ بې کوره کړی, ۲ ورځی تیری نه وی چې نوره قوه درپسې راورسیږي بی شمیره طالبان مړه کړی ځایونه بیرته ځنې ونیسي. نتیجه دا سی چې بی شمیره جنازی د عسکر او د طالب په نوم د‌افغانانو په کور ور‌ننوزی، د افغانانو شتمني لوټ سي او افغانان بې کوره سي.
نو دا ورور وژنه اخیر تر کومه ؟؟؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx