افغانستان

په یو بې ساري اقدام کې طالبانو سلګونو بزګرانو ته د غنمو «اصلاح» شوي تخمونه ویشلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له سیاسي او پوځي فعالیتونو سره طالبانو په کرنیزه برخه کې هم د یو بې ساري ګام په توګه په بلخ او فراه ولایتونو کې سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشلي دي.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د خپاره شوي خبر په اساس د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ ۴۲۵ بې وزله بزګرانو ته د طالبانو د کرنې کمیسیون لخوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمايي کود(سره) ویشلي دي.

ددې ترڅنګ د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ په «تودنک» کې هم د طالبانو د کرهڼې کمیسیون لخوا بې وزلو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ویشل شوي دي.

که څه هم د طالبانو د زارعت کمیسیون تردې وړاندې د هېواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې د نیالګیو په کینولو او بزګرانو څخه د ملاتړ په موخه د اوبو رسولو یو شمېر پروژې سرته رسولي؛ خو د کرهڼې په برخه کې د اصلاح شوو تخمونو د ویش له کبله بزګران ډیر خوښ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کور آباد ځوی لوی. کاش چی یو څو کیلومتره سړک هم طالبان په کومه لار جوړ کړی. عام المنفعه کارونو کی د طالبانو برخه اخیستل د هغوی عزت او حیثیت په ولس کی زیاته وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx