افغانستان

اوباما: کانديدان بايد له ګډوډۍ جوړولو ډډه وکړي

نن ټکی اسيا: د امريکا ولسشمر باراک اوباما له دواړو نوماندو غوښتي، چې د درغلۍ په تور بايد له ګډوډيو او بلوا جوړولو ډډه وکړي او هر څه د قانون له مخې تر سره کړي.

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپل سيال ډاکټر عبدالله څخه شاوخوا يو ميليون رايې زياتې وړي، مګر ډاکټر عبدالله وايي، چې تېرو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني، ولسمشر کرزي او د ټاکنو کميسيون په ګډه درغلي کړې ده.

اوباما پرون دوشنبه د ولسمشرۍ دواړو نوماندو سره اړيکه نيولې او له دواړو يې غوښتي، چې د درغليو په اړه بايد بې پرې او هر اړخيزې څېړنې وشي او بايد دواړه لوري يې په ورين تندي ومني.

سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دواړه نوماندان بايد له ناقانونه کړنو ډډه وکړي، ځکه چې دغه ډول کړنې د امريکا اونړيوالې ټولنې د مرستو د بنديدو لامل کيږي.

امريکايي سرچينې وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته راځي، تر څو دواړو نوماندانو سره د ټاکنيزو ناندريو د مخنيوي په اړه خبرې اترې وکړي او د تاوتريخوالي او اړي ګړي مخه ونيسي.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله وايي، چې ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني په پلوۍ پراخه درغلي شوې او تر څو چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شوې نه وي، به هيڅکله د ټاکنو پايلې ونه مني.

ډاکټر عبدالله عبدالله پرون سه شنبه د لويې جرګې تالار کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته و ويل، چې بې شکه ټاکنې دوی ګتلي او له همدې ځايه دی اعلان کوي، چې د افغانستان قانوني ولسمشر دی.

پرون د لويې جرګې تالار کې د عبدالله عبدالله پلويانو د ولسمشر کرزي انځور څېرې کړ او پر ځای يې د ولسمشر په توګه د ډاکټر عبدالله انځور ځولنډ کړ.

له پېښې وروسته د احمد ضياء مسعود زوی زبير مسعود د کرزي انځور پر خپل ځای ځوړند کړ، مګر تېره شپه ناوخته يو ځل بيا د عبدالله پلويان په وسلو سمبال د لويې جرګې تالار ته ننوتل او يو ځل بيا يې د ولسمشر کرزي انځور څېرې او پر ځای يې د عبدالله عبدالله انځور ځوړند کړ.

بل پلو د ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې د دوی رايې پاکې دي او په ډېر افتخار يې د ټاکنو لومړنۍ پايلې منلي او نهايي پايلو ته په خورا حوصله انتظار کوي.

ډاکټر غني بيګا ماښام يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې د زورواکۍ په فرهنګ باور نه لري او د عبدالله عبدالله له لوري د داسې کړنو له امله اندېښمن دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x