افغانستان

کابل ښار کې د ۱۱۱ فرقې عقیدتي آمر ترور شوی

کابل ښار کې د ۱۱۱ فرقې عقیدتي آمر ترور شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): کابل ښار کې د ۱۱۱مې فرقې عقیدتي آمر حمیدالله بخاري دغې فرقې ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو لخوا ترور شوی دی.

د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره ورځ ناوخته د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند څرخي پله سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نیک نام ګل په نوم یو عیني شاهد چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند «فامیلیو» سیمې اوسېدونکی دی وايي، د ۱۱۱ مې فرقې عقیدوي آمر حمیدالله بخاري پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته له فرقې څخه کور ته را روان ؤ، چې د «فامیلیو» ساحه کې د یو وسله وال کس له خوا ۳ ډزه وویشتل شو او ځای پرځای مړ شو.

حمیدالله بخاري د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ، چې په ۱۱۱ فرقه کې یې عسکرو ته د مورال ورکولو په موخه احساساتي بیانونه کول.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو د جزیاتو ورکولو څخه ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت پخوانی آمر او پخوانی کمونیست منصبدار عبدالولي توفان هم د وسله والو په برید کې وژل شوی ؤ.

ددې ترڅنګ په پنځمه امنیتي حوزه کې د حنیف الله خاکسار په نوم یو تن چې د بادغیس ولایت د پخواني امنیه قومندان ساتونکی هم ؤ، د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

نن ټکی آسیا ولا شرم په کار دی تاسی ته.

طوطی

الله د شهادت مغفور او قبول وګرځوی.

پوپل

تاته هم د الله له درباره داسی شهادت غوارم

Abdul-Rauf Alam

الحمدالله ، یو منافق کم او د دوزغ کندی ئې ځای.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx