نړۍ

پیښور: چاودنو مرګ ژوبله واړوله

انفجار سابق في بيشاور (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۱)پیښور: نن سهار دپیښور ښار لاهوري ګیټ سیمي ته څیرمه یو په بل پسي دوي چاودني ترسره شوی، اوله چاودنه دپولیسو یو موټرته نژدي هغه وخت ترسره شوه کله چي دپولیسو یولاري موټر له پولیسو ډک پرسړک روان وو، ویل کیږي چي چاودنه دلاس په ګاډئ کي دچاودیدونکو موادو دځآي پرځای کیدو له کبله رامنځ ته شوه.

چي له کبله یی اوه کسه ووژل شول او ۲۱ نورژوبل شول، ژوبلو کسانو کي ۱۷ تنه پولیس دی اونور پاتي ملکي خلګ دي.

دپیښي له ځآیه دپولیسو یوه چارواکی خبرورکړی دي، چي دوهمه چاودنه دیوي میرمني لخوا په سیمه کي دپولیسو یوي پوستي ته څیرمه ترشره شوه، عیني شاهدان وایی چي سرښندونکي ښځه د۱۶ اویا۱۷ کلونو ښکاریده، امنیتي چارواکو خبرورکړي دي چي دښځي له لوري رامنځ ته شوی چاودني کومه مرګ ژوبله نه ده اړولي، یواځی خپله سرښندونکي اویوه بله ملګری یی وژل شوی دي، امنیتي چارواکي وایی ملګري یی له عمره پخه ښځه ښکاري کیدای شي له سرښندونکي پیغلی سره دلارښوني لپاره دلته راغلي وه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x