نړۍ

المغرب عربي هېواد هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائیلو سره د اړيکو رغولو ته تيار شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل):  د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، المغرب عربي هېواد هم د متحده ايالتونو په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړون ته تیار شوی دی.

که دا تړون وشي، نو په دې وروستيو کې به له متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان وروسته المغرب څلورم عربي هېواد شي، چې له اسرائيلو سره يې اړيکې جوړې کړې.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي: «نن ورځ ستره تاريخي لاسته راوړنه لرو. زموږ دوه ستر ملګري، اسرائيل او د المغرب سلطنت دواړو د ډيپلوماټيکو اړيکو د رغولو لپاره تياری ښوولی دی.»

ټرمپ وايي، دا کار په منځني ختيځ کې د سولې پر لور ستر ګام دی.

د سپينې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو ويلي، د اسرائيلو او المغرب ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو هوکړه تېره ورځ ناوخته د ولسمشر ټرمپ او د المغرب د پاچا محمد السادس ترمنځ د ټيليفوني اړيکو پر مهال شوې ده.

د المغرب او اسرائيلو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې جوړيږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به تګ راتګ پيليږي، المغرب به اسرائيلي الوتکو ته د خپل فضايي حريم د کارولو اجازه ورکوي او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ به دوه اړخيزه سوداګري هم پيل شي.

د سپينې ماڼۍ سلاکار جیريډ کوشنر هم دا تړون ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې دې سره به د اسرائيلي اتباعو امنيت نور هم خوندي شي، همدارنګه د المغرب او اسرائيلو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو له امله به د دواړو هېوادونو اقتصاد هم پياوړی شي.

د المغرب پلازمېنې رباط کې له شاهي ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې هېواد به يې په لنډ وخت کې له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې پيل کړي.

د المغرب پاچا محمد السادس ويلي، دوی هوډ لري، چې اسرائيلي الوتکو ته د خپل فضايي حريم د کارولو اجازه ورکړي او تر دې وروسته به المغرب ميشتي يهودان اسرائيلو ته تګ راتګ وکولای شي، او له اسرئيلو څخه به المغرب ته سيلانيان راتلی شي او د دې سربېره به د رباط او تل ابیب ترمنځ اقتصادي او ټيکنالوجيکي اړيکې پياوړې شي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم له المغرب سره د اړيکو رغول د سولې پر لور د نوې رڼا په توګه ياد کړي او هيله يې ښکاره کړې، چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ ولسي او سوداګريز تګ راتګ زيات شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ويلي و، له متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان وروسته د سعودي په شمول پنځه نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته لېواله دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، چې يو شمېر نور منځلاري عربي دولتونه هم له دوی سره د اړيکو جوړولو لپاره تيار دي.

نتنياهو له عربي دولتونو سره د اړيکو رغول ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې له عربي دولتونو سره د اړيکو له امله به د منځني ختيځ نقشه هم بدله شي او اسرائيل به د ځمکنيو او فضايي محدوديتونو له ستونزو راووځي.

له تېر سپټمبر راهيسې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او المغرب څلورم هېواد شو، چې له اسرائيلو سره يې د اړيکو جوړولو هوکړه کړې ده.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل شوي او په ټوله اسلامي نړۍ کې دا اړيکې په سختو ټکو غندل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx