افغانستان

کندهار: د امريکايي عسکرو هوايي بريد کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د‌ کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې امريکايي عسکرو د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه کړي دي چې له امله يې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ په لاکوخېلو سيمه کې امريکايي عسکرو په غير جنګي سيمه بمبار وکړ او د ملکي خلکو کورونه يې په نښه کړل چې له امله یې لس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

بل لور ته د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ په لونډيانو کلي کې هم د‌ داخلي عسکرو په هوايي بريد کې د ملکي وګړو يو کور په نښه شوی چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو د امريکايي ځواکونو دغه بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې دا ډول بريدونه د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده او ويلي يې دي چې دا ډول غير مسؤلانه کړنې مجاهدين هم غبرګون ته مجبورولی شي مسوليت به يې د امريکا په غاړه وي.

بايد وويل شي چې په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د توافق له مخې چې  امريکايان به په څوارلس مياشتو کې له افغانستانه څخه وځي او دواړه لوري به په‌ يو بل بريدونه نه کوي، خو له دې‌ توافقنامې وروسته بيا هم امريکايي ځواکونو وخت ناوخت په طالبانو او ملکي وګړو هوايي بريدونه وکړل چې طالبان يې‌ د دوحې له موافقتنامې سرغړونه بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د کافرو پر هیڅ خبره نباید اعتماد وشی. الله د افغانانو ته د زړه صبر ورکړی. وخت به یی راشی په تش لاس هیڅ نکیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx