شعـــــرونه

د اميدو هيلې غوټۍ ښکاري/ صابر جان محصل

صابر جان محصل

د اميدو هيلې غوټۍ ښکاري
پاس په افق کي مو سپږمۍ ښکاري
داچي مسکا مو په هيواد خپره ده
دغه يو څرک د ازادۍ ښکاري
د سپين بيرغ تر حاکميت نه لاندي
راته  ارامه زندګۍ ښکاري
شمشاد به ښکلى وي په توغ د امن
پامير به هڅک بيا له نړۍ ښکاري

د ډبډبنې بلا غږ خپ شوى
وخت د سبا د اذان غږ راځي
د سپينې سولې له شيرينې خولګۍ
زموږ د ژوند د ارمان غږ راځي
د ازادۍ مين ولچک ماتوي
د مات ځنځير له زندان غږ راځي
دمصر جيل چي يى په تخت بدل شو
ماته د هغه داستان  غږ راځي

چي مو پټۍ کړي پرهرونه د تن
داسي طبيب داسي درمان به راشي
چي نفرتونه کړي په مينه بدل
داسي د مينې داعيان به راشي
چي د مرګونو جنازي اوباسي
دلته د سولي يو کاروان به راشي
د بد بينۍ طاعون به نه وي مدام
د اخوت داسي زمان به راشي

دي خوار ولس او د يتيم سلګو ته
تحفه له لوري د سبحان به راځي
زه اطمينا او بشارت درکوم
چي حاکميت د سپين قرآن به راځي
چي ستا په مينه کي له ژونده تير دي
هاغه د ميني مجنونان به راځي
چي د ابو په ځاى مو وينې ورکړي
ځکه سمسور افغانستان به راځي

د څو خبرو يادونه کوم
له تاسو هم دغه يوه ژمنه غواړم
زه دي زخمي پرهر پرهر هيواد يم
ليږه شان وينه ستا له تنه غواړم
زما نښتر او چنار وسوزيدل
دغه ټکور اوس له چمنه غواړم
زما غوښتنه خو له هر چا نه ده
دغه خدمت زما له مين نه غواړم

دغه ويجاړ هيواد مو کار غواړي
د خپل وجود دښمن په دار غواړي
د دي هيواد په جوړيدو کي اشر
ستا د بدن خولې په جار غواړي
چي د سيالانو په قطار کي راشو
دغه شيبه ليږ انتظار غواړي
چي د منصور عمر ارمان پوره شي
د صابر زړه دغه قرار غواړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x