دیني، سیرت او تاریخ

د بقرې سورې په هکله ښکلي معلومات

عبدالمالک همت

د «بقرې» سوره د عثماني مصحف د ترتيب په حساب، يعني په تلاوت کي (۲) سورت دی،  د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۸۷) سورت دی، (۲۸۶) آيتونه او (۴۰) رکوعي لري. دا سوره د (الْمُطَفِّفِينَ) ترسورې وروسته او د (آلِ عِمْرَانَ) تر سورې د مخه نازله سوې ده.

مفسرين وايي چي دا ټوله سوره مدني ده. خو ځيني وايي چي د دې سورې  (۲۸۱) آيت د «حجة الوداع» (خدای په امانۍ حج) په کال په «منا» کي نازل سوی دی.  نامتو مفسر محمد سيد طنطاوي په خپل تفسير الوسيط کي د دې سورې د تفسير په پيليزه کي وايي: د دې سورې نازلېده مدينې ته د پيغمبر صلی الله وسلم تر ورتلو وروسته پيل سوي او زياته برخه يې د هجرت په لومړيو کلونو کي نازله سوې او دا  نازلېده يې د نبي صلی الله عليه وسلم د وفات تر څه مهال دمخه پوري روان وه او وروستی نازل سوی آيت يې دا وو: ﴿ وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (281)﴾.

ژباړه:  او (اى خلکو!) د هغي ورځي(د قيامت د ورځي له سختيو) څخه ووېرېږئ چي په هغې کي بېرته د الله لوري ته (د حساب ورکولو لپاره) ورستانه کړاى سئ، بيا هرچاته د هغه څه (بدله) چي ګټلي يې وي(يعني د ښو او بدو عملونوجزا او مکافات)په بشپړه توګه ورکړه سي او هيڅ ظلم پر ونه سي. (په آيت کي دې ته اشاره ده چي له هغو سودي معاملو څخه ډډه کول چي لوى څښتن حرامي کړي دي، د ايمان او د هغه د حقونو، لکه د لمانځه، ذکات ورکولو او ښو عملونو د ترسره کولو بشپړتيا ګاڼه سي).

د دې سورې د نوموني لامل:
دا مبارکه سوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په ويناوو، مصاحفو ، تفسيرونو او د احاديثو په کتابونو کي «سُورَةُ الْبَقَرَةِ» بلل سوې ده. دا د قرآن کريم تر ټولو اوږده سوره ده. د «بقرې» (غوا)په نامه ځکه نومول سوې ده چي د هغي ښکاره معجزې ياد ژوندی پاته سي چي  د موسی عليه السلام په پېر کي پېښه سوه. په دې سوره کي له (٦٧) آيت څخه تر (٧٣)آيت پوري هغه کيسه راغلې ده چي له بني اسرائيلو څخه يو سړی ووژل سو، خو د هغه وژونکی چا نه پېژندی، نو دا خبره يې موسی عليه السلام ته وړاندي کړه، چي ښايي هغه يې وژونکی وپېژني. نو هغه وو چي لوی څښتن موسی علیه السلام ته وحي وکړې چي بني اسرائيل دي يوه غوا حلاله کړي او د هغې يوڅه غوښي دي.

د مړي په بدن ووهي، نو به ژوندۍ سي او د خپل وژونکي په هکله به بني اسرائيلو ته خبر  ورکړي او دا به تر مړيني وروسته د خلکو په بيا را ژوندي کولو کي د لوی څښتن پرقدرت باندي يو دليل وي.

د دې سورې فضايل:
د دې سورې بېخي ډېر او ډول ډول فضايل په صحيحو احاديثو کي ويل سوي دي. علمای کرام وايي د دې سورې فضل ډېر لوی دی، ثوابونه يې بېخي زيات دي. د نبوي احاديثو روايت کوونکی تابعي ابو عبدالله خالد بن معدان دا سوره «فُسْطَاطُ الْقُرْآنِ» (د قرآن لويه خېمه) بللې ده، دا ځکه چي ډېره لويه او د جلال او جمال څښتنه ده، زښت زيات احکام، مواعظ، د دين مسايل او د دنيا د ژوندانه د ښه والي او د آخرت د ژغورني په اړه ډېري لارښووني پکښي راغلي دي.  موږ به ددغو صحيحو احاديثو په استناد د دې سورې د ځينو فضيلتونو يادونه په لنډو ټکو کي وکړو:

۱. څوک چي د دې سورې دوه وروستي (۲۸۵ او ۲۸۶) آيتونه د شپې له خوا ولولي، له شر او هغو چارو څخه به يې وساتي چي بد يې ځني راځي. (بخاري: ۴۰۰۸ شمېره حديث).

۲. شيطان له هغه کوره تښتي چي د بقرې سوره پکښي ويل کېږي.(مسلم: ۱۷۰۸/780 شمېره حديث).

۳. د بقرې او آل عمران سورې رسول الله صلی الله عليه وسلم «الزهراوين»،  يعني ځلاندي اوروښاني سورې  بللي دي. څوک چي د غه دوې سورې ووايي، د هغو ثواب د قيامت په ورځ د هغو د ويونکي د سر له پاسه د سايوان غوندي درېږي او د هغو د ويونکي شفاعت او دفاع کوي. د بقرې سورې پر ويلو مواظبت او په معناوو کي يې فکر کول او عمل په کول برکت او لويه ګټه ده او پرېښوول،  نه ويل يې د قيامت په ورځ پښېماني او حسرت دی او په ويونکي يې کوډګران څه نه سي کولای. (مسلم: ۱۷۵۸ / ۸۰۶ شمېره حديث).

۴. د بقرې د سورې (۲۵۵) آيت ، يعني آيت کرسي په ټول قرآن کريم کي (د ثواب او اجر له پلوه) لوی آيت دی. (مسلم: ۱۷۶۹/  ۸۱۰ شمېره حديث، سنن أبي داود: 4003 شمېره حديث).

۵. څوک چي د ويدېدو پرمهال آيت کرسي ترپايه ووايي، د لوی څښتن له لوري يې څارونکې او ساتونکې ملايکه ساتنه کوي او تر سهاره به شيطان نه سي ورتلای. (بخاري:۲۳۱۱ او ۵۰۱۰ شمېره حديث).

۶. څوک چي تر هر فرض لمانځه وروسته آيت کرسي ووايي، د هغه او جنت ته د ننوتلو ترمنځ له مړيني پرته بل مانع نه وي، کله چي مړسي جنت ته د ننوتلو لار به ورته پرانيستل سي.(نسائي، عمل اليوم والليلة:۱۰۰ شمېره حديث ، دغه حديث حديثپوهانو صحيح بللی دی).

۷. د لوی څښتن ترټولو لوی نوم (اسم اعظم) دی، څوک چي په هغه سره لوی څښتن ته دعا و کړي  دعا يې قبلېږي او دغه نوم په بقره، آل عمران او طه سورو کي دي. د عالمانو د معلوماتو سره سم دغه نوم د بقرې سورې په (۲۵۵) آيت (آيت کرسي) ﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ﴾ د آل عمران د سورې په دوهم آيت﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ (2)﴾ او دطه د سورې په (۱۱۱) آيت ﴿وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ ﴾ کي دی.( د حاکم المستدرك على الصحيحين: 1866 شمېره حديث ، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه ناصر الدين الباني په «سلسلة الأحاديث الصحيحة» کي حسن او ثابت او په «صحيح الجامع الصغير وزياداته» کي صحيح بللی دی).

د دې سورې چورليځی (محور) او بنسټيزه موضوع:

د انسانانو د پالونکي څښتن له خوا په ځمکه کي د هغو ځيني په ځينو پسې ځای ناستي کول او هغو ته د دې ځمکي مسؤوليت ورسپارل.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

7  د هغه نقش او دندي بيانول د کومي لپاره چي انسان پيدا کړی سوی دی.

7 د خلافت (ځای ناستي توب) د امانت د پر غاړه اخيستلو او تر سره کولو لپاره د ځينو پخوانيو تجربو وړاندي کول.

7  د قيامت تر ورځي پوري د خلافت د امانت د پر غاړه اخيستلو او تر سره کولو لپاره د دې امت مکلفيت.

په دې اړه د دې سورې فقرات:
لومړی: د سورې په سريزه کي په ځمکه کي شتو (موجودو) درو  ډولو خلکو : مومنانو، کافرانو او دوه مخو (منافقانو) څرګندول او بيانول او د هغو خلکو په ګوته کول چي په هر ځای او مهال کي به بلنه ورته کېږي:[۱  تر ۲۹ آيته].

دوهم: ددې سورې په لومړۍ برخه کي (چي د قرآن لومړۍ سيپاره کېږي)
د خلافت د دندي د تر سره کولو لپاره د درو پخوانيو تجربو بيانول:[۳۰  تر ۱۴۱ آيته].

لومړۍ:د انسان (آدم عليه السلام او د هغه دتوکم) د خليفه  کولو لپاره د هغه
د چمتو کولو او ورزده کولو تجربه ده :[۳۰  تر ۳۹ آيته].

دوهمه : د خلافت ناکاموونکې تجربه ده، دا تجربه د بني اسرائيلو ده او د دې لپاره بيانېږي چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم امت د هغو له تېروتنو څخه په کلکه ډډه وکړي:[۴۰  تر ۱۲۳ آيته].

درېيمه : د خلافت د برياليتوب تجربه ده، دا تجربه د ابراهيم عليه السلام ده او د دې لپاره بيانېږي چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم امت په ابراهيم عليه السلام پسي اقتدا کولو ته او په دې توګه برياليتوب ته چمتو سي:[۱۲۴  تر ۱۴۱ آيته].

درېيم: ددې سورې په دوهمه برخه کي (چي د قرآن دوهمه سيپاره کېږي)

د خلافت د دندي د امانت د پرغاړه اخيستلو لپاره پر داسي يوه کړنلاره د اسلامي ټولني
د چمتو کولو او برابرولو په اړه څرګندوني سوي دي، چي پر لاندي دروعناصرو ولاړه وي:[۱۴۲  تر ۲۸۴ آيته].

• د ځانګړي او بېلي قبلې په درلودلو سره، د بېل او مستقل شخصيت لرل:[۱۴۲  تر ۱۵۲ آيته].

– د روزنيزو پاملرنو او عقيدوي لارښوونو پربنسټ له لوی څښتن څخه وېره او تقوا:[۱۵۳  تر ۱۷۷ آيته].

— په مطلقه توګه د لوی څښتن اطاعت د هغي کړنلاري سره سم چي هم پر عباداتو او هم پر معاملاتو مشتمله ده : [۱۷۸  تر ۲۰۳ آيته] –  [۲۱۵  تر ۲۴۲ آيته] –  [۲۶۱  تر ۲۸۳ آيته] (چي جنايي تشريع، مدني تشريع –  روزه –  حج –  جهاد-  لګښت او ښندنه – شخصي او د کورنۍ احوال –  اقتصاد، مالي واکمنۍ پوري اړوندي مسئلې او معاملات او داسي نور ټول پکښي راځي).

څلورم : د سورې په پاييزه (خاتمه) کي د خلافت د امانت او مکلفيتونو د پرغاړه اخيستلو او په سمه توګه پای ته رسولو په هکله دعا کول او له لويه څښتنه مرسته غوښتل:[۲۸۴  تر ۲۸۶ آيته]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx