دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله ﷺ ته د یوې پېغلې شکایت

حامد افغان

عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله ﷺ ته یوه پېغله راغله، هغه ته یې وویل: یا رسول الله! پلار مې خپل وراره ته کوژده کړې یم، څو په ما سره د هغه عیب پټ کړي. نو رسول الله ﷺ هغې ته اختیار ورکړ. هغې وویل: زه مې د پلار کوژده تائدوم، خو ما دا کار ځکه وکړ چې ښځې پوهه کړم چې د کوژدې په اړه پلرونه هیڅ واک نه لري.

عن عائشة رضي الله عنها قالت : جاءت فتاة إلى رسول الله ﷺ فقالت: يا رسول الله، إن أبي زوجني ابن أخيه؛ يرفع بي خسيسته. فجعل الأمر إليها، قالت: فإني قد أجزتُ ما صنع أبي، ولكن أردت أن تعلم النساء أن ليس للآباء من الأمر شيء. سنن ابن ماجه (1874) مصنف عبد الرزاق الصنعاني(10001) مصنف ابن أبي شيبة (12004) السنن الكبرى للنسائي (5242) سنن الدارقطني (3106) السنن الكبرى للبيهقي(12777) السنن الصغير للبيهقي (1861) مسند أحمد (24515)

عربو کې پخوا او اوس هم دا عادت شته چې خور و لور تر خپله وسه خپلو د اکا زامنو کې ودوي، دا هوښیاره صحابیه پېغله چې رسول الله ﷺ ته وایي: (يرفع بي خسيسته)، مطلب یې دا دی چې د اکا زوی یې کمزوری او د دې خوښ نه دی، پلار یې ځکه هغه ته ورکړې ده چې د هغه کمزوري او عیب پټ کړي. نو رسول الله ﷺ هغې ته اختیار ورکړ (فجعل الأمر إليها)، خو دې هوښیارې صحابیې بیا هم د پلار کوژده تائد کړه، نو بیا یې رسول الله ﷺ ته شکایت ولې وکړ؟! ځکه چې خلکو ته وښیي ښځه د ژوند ملګري انتخاب حق لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx