واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

افغانان د سولي پر پروسې باندي اعتماد بایلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د جنګ او سولي د مطالعاتو د انسټیوټ نوې سروې ښيي چي افغانان په زیاتېدونکي توګه د سولي پر پروسې باندي اعتماد له لاسه ورکوي. د افغانانو د ناامیدۍ یو اساسي علت د تشدد او مرګ ژوبلي ډېرېدل دي. 

د جنګ او سولي د انسټیوټ سروې ښيي چي د سولي په ارتباط د افغانانو خوشبیني د پخوا په پرتله راکمه سوېده. 

د جنګ او سولي د مطالعاتو د انسټیوټ د عامه افکارو تازه سروې ښيي چي ۷۵،۹ ٪ سروې سوي کسان وايي چي د بین الافغاني مذاکراتو ټاپ لومړیتوب باید اوربند وي.

بلخوا، ۷۱ ٪ سروې سوي کسان نه غواړي چي تر سولي راوروسته دي د افغان امنیتي ځواکونه منحل سي. 

پدې سروې کي په ۳۴ ولایاتو کي ۸۶۲۷ کسانو برخه اخیستې ده چي ۵۸ ٪ يې نارینه او ۴۲ ٪ يې ښځي دي. دا سروې د اروپايي اتحاد او د سویډن د انکشافي ایجنسۍ په مرسته سوې ده. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بایلی یی نه، بایللی یی ده. ته دغه بیوزلو ته وګوره دا ټول د پښتنو اولاده ده. زه به دین او اسلام څه کم چی آینده نسل می تباه وی، زه به لدی جهاده څه تر لاسه کړم چی د بچیانو ژوند می په خاورو او یرو کی وی. دی جهاد او مدرسی بی غیر له لوږی، فقر او بدبختی نور مونږه ته څه راکړی؟ ټوله نړی له مونږه نفرت کوی ډیر بد بخته خلک یو، ډیر. دا هر څه د چا له وجی؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx