افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران: بهرنیان دې د افغان سولې په پروسه کې لاسوهنه نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وایي، د افغان سولې پروسه یوه حساس پړاو ته رسېدلي او بهرنیو جهتونو ته نه ښايي چې په دې برخه کې بېځایه مداخله نه کوي.

مجید تخت روانچي چې نن یې  د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د افغانستان د سولې پروسه یوه حساس پړاو ته رسېدلې او د افغانستان د خلګو لپاره د غوره راتلونکې د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي د طالبانو د «اسلامي امارت» د بیا راتګ د رد کولو تر څنګ ویلي، چې یوازې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسه کولای شي روانه جګړه پای ته ورسوي او د اساسي قانون، ښځو او اقلیتونو د حقوقو او له تروریزم سره د مبارزې په ګډون د تېرو دوو لسیزو «لاسته راوړنې» خوندي وساتي.

د روانچي په خبره، بهرني جهتونه باید د افغانستان په پروسه کې لاسوهنه ونکړي او په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان د موضوع په تړاو اجماع نوره هم غښتلې شي.

نوموړي ددې تر څنګ په مذاکراتو کې له شوي پرمختګ هرکلی کړی او په وینا یې دوی چمتو دي چې د یادو مذاکراتو په بریا کې رول اداء کړي.

د روانچي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيمونو تر منځ په روانو خبرو کې پرمختګ شوی او دواړو لوري په نږدې ورځو کې د مذاکراتو د اجنډا په اړه جدي بحثونه پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx