افغانستان

عطامحمد نور: د ټاکنو یو کمیسیون هم تورې او سپينې رايې نه شي بیلولای

د ډاکټر عبدالله عبدالله لوی مالي ملاتړی د بلخ والي او د جمعیت اسلامي د اجرايوي شورا مشر عطا محمد نور وايي چې نه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او نه هم د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون دا وس لري چې سپینې او تورې یا پاکې او نا پاکې رايې سره بېلې کړي.
د نوموړي په خبره ځکه خو باید نور د خبرو په تمه پاتې نه شو.
عطا محمد نور وايي چې باید د موازي مشروع حکومت د اعلان فکر وشي.
عطا محمد نور دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړي، چې تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله د لويې جرګې په خېمه کې د یو موازي حکومت د اعلان لپاره څو ورځې وخت واخیست.
عطامحمد نور وايي چې دوی له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره خبرې کړې دي چې مثبتې پایلې يې نه درلودې.د ده په خبره بې له دې چې د خلکو په خوښه یو مشروع حکومت اعلان شي بله لاره نشته.
تر دې وړاندې هم د ټاکنو له پایلو سره سم عطامحمد نور او محمد محقق د موازي حکومت د اعلان خبر ورکړی و.
ویل کېږي چې راتلونکې جمعه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې کابل ته راځي او ښايي د ستونزو په هواري بحث وشي.
له بله پلوه سپینې ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې که ډاکټرعبدالله عبدالله خپلو ناندریو ته دوام ورکړي، دوی به ورسره اقتصادي او امنیتي مرستې په ټپه ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظفر خان

کمیسیون یی رښتیا هم نه شی بیلولی ځکه ناپاکی رایی وجود نه لری، او که کومه نقیصه موجوده وی هغه زموږ د ټولو سیستمونو د وړتیا او ظرفیت په محوطه کی راځی موږ په همدغومره اندازه توانایی لرو د اروپا او یا امریکا په سویه انتخابات موږ نه شو تر سره کولی، لکه د اروپا او امریکا په سویه صحی خدمات چی نه لرو په همدی شکل همغسی انتخاباتی وسایل اوتجهیزات هم نه لرو معنا داچی داتیر انتخابات زموږ له سویی سره بالکل برابر او حتی د سیمی د هیوادونو په پرتله شفاف او پاک وو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x