
کندهار: امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل رد کړل
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو ویاند هغه راپورونه ردوي چې ګواکي په کندهار ولایت کې د امریکا هوایي برید ملکي وګړي وژلي.
نن سهار داسې راپورونه ورکړل شول، چې څرګندوله یې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ اړوند «لاکو خیلو» نومي سیمه کې امریکايي الوتکو د ولسي وګړو پر کورونو هوایي بریدونه کړي او له امله یې لس تنه ولسي وګړي وژل شوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لیګت» دې راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې یاد برید پر طالب جنګیالیو شوی او ولسي تلفات پکې نه دي رامنځته شوي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې د ډیسمبر پر لسمه نېټه امریکایي هوایي ځواک پر هغو طالب جنګیالیو برید کړی چې په ژړۍ ولسوالۍ کې يې د دولتي عسکرو پر یوه پوسته باندې جګړه روانه کړې وه.
د لیګت په خبره، شوی برید د دوحې له تړون څخه مخالفت نه دی او نه هم په دې برید کې ولسي وګړو ته زیان اوښتی.
USFOR-A conducted a strike against armed Taliban fighters attacking an ANDSF checkpoint in Zhari district Kandahar on Dec 10. This strike in defense of the ANDSF is IAW with the US-Taliban agreement. The Taliban's claim of civilian casualties are false.
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) December 11, 2020
یاده دې وي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ او په دوحه کې د سولې د خبرو له دوام سره هم مهاله امریکایي ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې دوه هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ګڼو ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي.
طالبانو کندهار کې تازه شوی هوایي برید غندلی او دا یې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي تړون څخه سرغړونه بللې.
طالبانو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې له دوحې تړون څخه «مکررې سرغړونې» ښایي سخت غبرګونونه راپورته کړي.