ټولنیزه برخه

حرکت کې برکت وي

احمد ګل ريان

د پښتو هر ضرب المثل له ځان سره يو يو کتاب خبرې او پندونه لري، دا متل (په حرکت کې برکت وي) مې د يو د کتاب د مطالعې په مهال راياد شو، ليکوال په کار د پيل په اړه ليکلي و، چې ما ته يې راياد کړ.

دا يوازې جمله او څو لفظونه نه، بلکې واقعيت هم دی. د هر کار لپاره چې حرکت وکړو، برکت لري او ضرور يوه ثمره په لاس راکوي.

د بدن د اعضاوو حرکت/ورزش په انسان کې چستي او توانايي پيدا کوي او بالعکس سکون د سستي سبب ګرځي، دغه راز په کار لاس پورې کول او په انجامولو پسې يې لټېدل په هماغه کار کې د برکت سبب ګرځي او که له کارونو لاس پر سر شو، چې هر کار وي، ژوند مو په ټپه درېږي او د بل در/لاس ته محتاجيږو.

بدني حرکت/ورزش د بدن سړزي په ګرمي/حرارت بدلوي، چې بدن ته چستي او قوت ورکوي. يو صحتمند، چست او قوي انسان د ژوند په کارونو کې فعال کردار ادا کولی شي او بالعکس سست او کاهل انسان له دې سره سره چې د ډول ډول بيماريو ښکار وي، په خپل ژوند تېرولو کې هم سست او د کارونو له انجامولو عاجز وي.

جسم د خليو (سيلز) مرکب دی، دا خليې په خپل وخت مړې کېږي او ځای يې نورې خليې نيسي، د ژوند او صحت سلسله په دې ډول باقي او جاري وي. دا يو فطري پروسيسي (عمل) دی، چې بايد جاري وي او دا پروسيس هغه مهال په ښه ډول جاري پاتې کېدای شي چې جسم حرکت ولري، حرکت هغه څه دی چې زړې او پخوانۍ خليې له منځه وړي او نوي خليې يې پر ځای راولي او په دې سره جسم تر او تازه وي.

دغه راز په يو کار باندې پيل کول (د کار کولو لپاره حرکت کول) هم برکت لري او کار ته دوام ورکول په همدې لومړي حرکت/پيل پورې تړلي دي، خو له موږ ډير کارونه ځکه پاتې وي چې پيلولو ته يې سست يو، هميش د يوې ښې موقع په انتظار يو.

پورته مې چې د کوم کتاب يادونه وکړه، ليکوال يې وايي چې که له هر چا د يو کار په اړه پوښتنه وکړئ، جې ولې يې نه کوي، اکثر به دا ځواب درکړي چې هيله لري يوه ورځ به يې وکړي، او که يې وپوښتئ چې ولې پرې اوس/نن شروع نه کوي، وايي به چې امادګي نه لري.

ليکوال د ځان په اړه ليکي چې کومې لاسته راوړنې او کاميابۍ يې چې لرلې دي، ټولې په هغو کارونو کې دي، چې دی ورته اماده نه و، خو شروع يې پرې کړې وه. د ليکوال مطلب «په حرکت کې برکت وي» دي.

نوموړي د خپلو ډيرو کارونو او کاميابيو مثالونه ورکړي، چې انجامولو ته يې تيار نه و، مګر چې پيل يې پرې وکړ، په کاميابۍ يې پای ته رسولي او د دې «پيل» او «حرکت» له نتېجې خوشحاله دی.

دی وايي چې که «امادګي» ته انتظار وکړئ، ممکن هيڅکله هغه کارونه انجام نه کړئ، چې ترسره کول يې غواړئ. موږ د يو کار انجامولو توفيق او وس هله لرلی شو چې شروع پرې وکړو، ګنې هيڅکله به هم امادګي حس نه کړو.

نو رښتيا هم حرکت کې برکت وي. ما هم امادګي ته له دوه ورځنې انتظار وروسته د دې کمکي پوسټ کولو لپاره توکل په خدای کړل (حرکت وکړ) او ګوتې مې په کېبورډ وخوځولې، دا دی پای ته مې ورساوه، دا چې اعلی دی او که ادنی، دا قضاوت ستاسې لوستونکو لاس کې دی.

احمد ګل ريان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx