دیني، سیرت او تاریخ

د نبوت انساني اړتيا«پنځمه برخه»

اسدالله رزين

د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه زوکړه:

جابر او ابن عباس فرمایلي دي: ولد رسول الله(ص)عام الفیل یوم الا ثنین الثانی عشر من شهرربیع الاول و وفیه بعث وفیه عرج به الی السماءوفیه هاجروفیه مات.

او د ډیر مشهور روایت له مخې محمد(ص)د دوشنبې په ورځ، د فیل کال د ربیع الاول دولسم چې له ۲۰/۴/۷۵۰سره برابر و دنیا ته راغی.

پورته دوو مشهورو روایتونو ته په کتوسره نور الله تعالی(ج)دغه سترګې په لار حالت پای ته ورساوه او د افضل کائنات(ص) نیکمرغه زیږیدنه دارنګه را منځته سوه.

امینه وایي: هغه زما په نس کې و،خو پرې ستونزمنه سوې نه یم، د هغوی له زیږیدنې سره نور را پیدا سو چې د ختیځ او لویدیز تر منځ سیمه یې روښانه کړه او بیا په ځمکه ولوید او په دواړو لاسو یې تکیه وکړه، سر یې د اسمان لور ته لوړ نیولی و.
ما خپله وينځه د زیري لپاره عبدالمطلب ته ورواستوله ، هغه په منډه راغی او ما هر څه چې په همدغه شیبه کې لیدلي وو؛ ور ته وویل او دا چې په هاتفي آواز کې ګومارل سوې وم چې نوم یې احمد کیږدم هم مې ور ته وویل، د کعبې شیخ ډیر خوشاله سو، ور ته ویې کتل او په زړه کې یې د لوړو هیلو د ترسره کیدو ځای ور کړ او ویې ویل چې نوم یې محمد ږدم. ځکه ډیره ممکنه ده چې د لوړ شان څښتن سي. بیا یې په ټوله مینه ور پور ته کړ، کعبې ته یی یو وړ، هلته یې لاسونه لپه او د خدای شکر اداء کړ.

په اوومه روځ یې د عربو د دود له مخې د عقیقې جشن جوړ کړ، اوښان یې حلال کړل او مشران یې رامیلمانه او ډیر بې وزلي او رابللي میلمانه یې په غوښو ماړه کړل.

راغلو د ماشوم د نامه پوښتنه وکړه؟ عبدالمطلب ورته وویل چې نوم یې محمد دی.

لومړنۍ ښځه چې ده ته یې پۍ ورکړې (ثویبه) د ابولهب کاکا وینځه یې وه، هغې بیخې د لږ مودې لپاره پۍ ورکړې،خو محمد(ص)به یې هر وخت در ناوی کاوه.

محمد(ص)له پیداکېدوسره سمدستي د بت پرستۍ بازارونه ساړه سول، د قیصر ماڼۍ د تل لپاره دا رنګه ویجاړې سوې چې بیا یې چا نوم هم په خوله رانه وړ.

د اتش پرستۍ ټولې بټۍ او تنورونه ساړه پاته سول.

ثویبې د ابولهب مینځې محمد(ص)ته پۍ ورکولې او (ام ایمن)چې دعبدالله یواځنی میراث وه دهغه پالنه کوله،دیادو دووښځو مینه له هغوی(ص) سره بیخې دمیندووه،دمحبت ترټولوپولواوښتې مینه وه اویوه شیبه یی هم نه غوښتل چې له محمد(ص)څخه لرې وي.(ام جمیل)دابولهب ښځه اوابولهب دواړوزیارایست چې ثویبه محمد(ص)ته پۍ ورنکړی اوپه دغه اړه به یی ډیره ځوروله ،خود ثویبې سره له دی ټولو ځورونو او بدو کتو د ژوند ښه شیبه هغه وه چې ځپله پسته سینه به یی د محمد(ص) په ګرمه خوله کې ور کړه.

ثویبه وایي چې محمد ته د تي ورکولو په شیبه کې به ډیره ارامه او خوشاله وم او د یو ډول نشې کیفیت به مې لاره.

ثویبه ډیره بختوره وه کله چې به یې محمد(ص)ته پۍ ورکړې بیا به د(هالې)یعنې عبدالمطلب کور ته ورتله او حمزه(ض) د عبدالمطلب زوی ته به یې پۍ ورکولې، خو بیرته په یو وار د آمنې کور ته را ګرزیده چې د محمد(ص) په لیدو سترګې سړې او زړه ښاد کړي.

یو ماښام ابولهب د آمنې کره ورغی، بې له دې چې له هغې وشرمیږي او د خپل ځوانيمرګ ورور عبدالله په کونډه زړه وسوځوي او تر ښایسته یتیم وراره ټوله مینه جار کړي ،په ډیره غوسه یې ثویبې ته ورنارې کړې چې تا ښه بانه پیداکړې کله د محمد او کله بیا د حمزه په نامه له کوره وځې او د کور ټول کارونه ام جمیل ته پریږدې. ثویبې په ډیره عاجزې ورته وویل چې دا کار، خو زه ستاسي په خوښه کوم.

ابولهب نور هم وایشیده او ورته ویې ویل چې: که له دې پیرو ونه ګرځیدې په ډیره ارزانه بیه به دې لیلام کړم.

په دغه شیبه کې آمنې په ټوله حیا او ادب سره لیوره ته ښه راغلاست ووایه او د درناوي لپاره یې د یتیم په کور کې د ویړیدو زیږ ټوټی ورته ویړ او د ورور په ویلو سره یې کینستو ته وروباله، دغې په شرافت بلنې د ابولهب د غوسې لمبې یو څه ټیټې کړې او چاره نه وه نو یې آمنې ته وویل: خورې ستا دي هم سهار په خیر وي.

ابولهب ورته وویل چې: زه ددې لپاره راغلی یم چې نور به ثویبه محمد ته پۍ نه ورکوي .آمنې ورته ویل : وروره! دا یې ګانې راځي او که نه راغلې هم به ثویبه ستاسې کاروته د رخوسې کړم او نور به مو محمد ته په پۍ ورکولو نه ځوروم.

د ابولهب په وتو سره ثویبه چې ترې پټه وه راښکاره سوه ،ام ایمن هم د ابو لهب او ام جمیل له ډبرزړه توبه سخته اغیزمنه او دردمنه ښکاریده.

درې سره درنې میرمنې ډیرې خواشینې او د بې وزلۍ او خواشینۍ نښې یې له څیرو جوتې وې.

آمنې د زغم لار خپله او هغه هاتفي دعا چې د محمد(ص)د زیږیدني په وخت کې ورته القا سوې وه داسې زمزمه کړه! د هر حسود له حسده چې ورسره لري یې بې نیازه یوه ته پنا وروړم.

بلکل دغه شیبه وه چې عبدالمطلب په خپله لکڼه وروټکاوه، دوی د کعبې د شیخ له وره ټکولو سره بلدې وې، ټولې پورته او شیخ ته یې هرکلی ووایه، شیخ په وره راننوت او سهار مو په خیر ویلو سره یې دوی ونازولې، عبدالمطلب د محمد(ص) ځانګو ته ورتیر سو محمد ویښ و او په محمدي مسکا سره یې خپل مهربانه نیکه ته ښه راغلاست وویل.

د کعبې شیخ د محمد(ص)په ښه راغلي کې ورک و چې د ثویبې د مظلومیت ژړا يې ترغوږ سوه، امنې او ام ایمن هم له ثویبې سره اوښکې ګډې کړې،عبدالمطلب پوه سو او ویې ویل: ابولهب او ښځه دې خدای دواړه تباه کړي چې په دغه ملکوتي ماشوم رحم نشي کولای.

عبدالمطلب غم کعبې ته ورسره یووړ او ویرلې درې واړه میرمنې په څلورو دیوالو کې لاس تر زنې کینستې چې: مکې ته د دایې ګانو د قافلې د رارسیدو شور او ځوږ سو.

ددغه ځوږ اوریدا درې واړو غم شریکو میرمنو ته زیری وو.[3]

د آمنې، ثویبې او ام ایمن په مهربانو زړونو کې د هیلو ډیوې په ځلیدو سوې او سره ویې ویل: کیدای سي چې کومه دایي پیداکړې او لکه چې ورسره وړ ده د محمد پالنه وکړي.

د محمد په مینه کې درې سره تپې میرمنې سترګې په لاره وی چې کومه دایي به ور ور وټکوي، خو دايې ګانې د هستمنو کورو له دروازو ورټکولو نه وې وزګارې.ان ترلمر لویدو پورې چا د یتیم دروازه ور ونه ټکوله.

سهار سو د ام ایمن او ثویبې د زغم کاسې تر څنډو وې،نو ځکه یې د مکې د بازار او کوڅو په لور مخه کړه. څو دایي ګانې یې کور ته راوستې،خو مخکې له دې چې محمد(ص)وویني د کور لویدلی او غریب حالت به پسې واخستې او دری سره زړه سواندې میرمنې به د غم په سمندرکې لاهو او یوه ځورونکي چوپتیا به پرې وګومارله سوه.
ام ایمن ،ثویبې ته په راځه ویلو سره چې لاوخت سته چوپتیا ماته او د داسې دایي په لټه کې ووتې چې هغه محمد د دنیا تر هرنعمت ښه وګڼي، همدغسې راوستل او بیرته وتل څو واره تکرار او په غم شریکو میرمنو یې د غم له خیمو غوړولو پرته بله د خوشالۍ څپه رانه وستلای سوای.

او له بله لوري په مکه کې د دایي ګانو د اوسیدو وخت پای ته په رسیدو ؤ او سبا ته به بیرته خپلو کلو او کورو ته ستنیږي.

د ثویبې او ام ایمن ناکرار زړونه بیا په تپیدو او د دایې د پیداکو لو په تکل د یتیم له کوره ووتې،له لرې ګوري چې یوه میرمن د قافلې د استوګنځای لور ته روانه ده دواړو په منډه منډه ځانونه ور ورسول، له پوښتنو ګرویږنو وروسته جوته سوه چې هغه هم په یوه ماشوم پسې ګرځي.

دایي ته یې وویل:خوښه دې ده چې یو ښایسته ماشوم در وسپارو؟

دایي پوښتنه وکړه د چا زوی دی؟

ام ایمن !زما د بادار عبدالله چې د مکې او قریشو د ځوانانو ویاړ و، زوی ده.

دایي ورته وویل: پلار یې مړ سوی؟

ام ایمن! هو هغه یتیم دی.

دایي! ایا له پلاره څه میراث ورپاته ده؟

ام ایمن! یو وار هغه ووینه، کیدای سي چې د هغه ښایسته او ملکوتي څېره دې داسې ځان ته راکاږي چې خزانې، هیرې او هغه ومنئ.

دایي: ای خوندو! زه غریبه ښځه یم، میړه مې سپین ږیری دی. یوه لویدلې اوښه او لویدلې خره لرو. د دایي توب له لارې ژوند کوو، ستاسې د ماشوم ښایست زموږ درد نه شي دوا کولای، خو د ثویبې او ام ایمن د ډیر ټینګار له کبله په داسې حال کې چې ډیره ورته ستونزمنه وه زړه نازړه د یتیم د کور په لور سره روانې سوې، په وره ورننوتې چې د دایي سترګې په ښایسته محمد ولګیدې او ویې لید چې لکه لمر ځلیږي او لکه د غوړیدو په حال کې ګل په پاکو شنډو کې مسکا لري،نو ځکه یې هیڅ وخت نه کړ پیدا چې یو خوا بل خوا وګوري او د یتیم د کور بې وسي او تنګ لاسي چې له وره او دیوالو یې ښکاریده وویني او د سترګو لید لوری یې چې محمد(ص)دی ور بدل کړای سي.

دایي په ټوله مینه ځانګو ته ورتیره سوه او له مسکا ډکه خوله محمد یې په پوره احتیاط راپورته او په غیږ کې یې ونیو، دایي پوه سوه چې په سینه کې یې مستي او خوځښت را پیداسو او پیو یې د سینې په رګونو کې په شدت څپې وهل پیل کړل. ډیر زر یې له ګریوانه خپله پسته سینه د محمد رسول الله (ص)مبارکی خولې ته ورنیزدی کړه.

محمد پۍ وروودې او ښه موړ سو.

دایي وایي چې ماته په ټول ژوند کې نه خپل اولاد او نه پردو ته په شیدو ورکولو کې دغه رنګه د خوښۍ او نشې حالت راپیښ سوې، نو ځکه یې له محمده سره ځانګړې مینه پیدا سوه ،آمنې هم څومره چې یې وس و دایي یې ونازوله او د هغې د نوم او نسب پوښتنه یې هم ځنې وکړه.

دایي ورته وویل: نوم مې حلیمه او د میړه نوم مې حارث دی او په طائف کې د بني سعد د قبیلې اوسیدونکي یو.

له دې ټولو وروسته حلیمه راپه هوښ کې سوه سترګې یې وغړولې چې په ډیر غریب کور کې ناسته ده.

مخ یې آمنې ته ور واړولو او داسې یې ورته وویل: خورې زه ډیره غریبه ښځه یم او په ډیره سختې یواځې د همدغو پیو له لارې هسې په مټې ژوندي یو، که مې وس وای بې له مزدوري به مې ستاسې ماشوم منلای وای،خو څه وکړم چې هیڅ بل لوری نه لرم.

حلیمه ووته او درې غم شریکې میرمنې یو ځل بیا د غم په څپو کې سره پاته سوې، ډیرې تودې تودې اوښکې یې سره توی کړې ډیر یې ساړه ساړه اسويلي، نه پوهیدې چې څه خاورې په سر کړي. سبا ابولهب او ام جمیل راځي او ثویبه هم بیا یي، خو دا وار د غم شریکو میرمنو په شمیر کې حلیمه هم ور دیره سوې وه.

حلیمه ترڅو چې خپل استوګن ځای ته رسیده ژړل یې او اوښکې یې تویولې.

حلیمه نه وه ملامته ځکه چې هغې نوراني محمد په ځانګو کې د نیستۍ په ګناه پرې ایښی و،د حلیمې له یاده نه وتل چې محمد په غیر عادي مسکا کې د هغې هرکلی وکړ او په هغه خوږه مسکاکې یې په خدای وسپارله، د حلیمې په خپله سینه کې هغه شور چې د محمد د مبارکو شنډو په لګیدو سره پکې پیدا سوی و نه و هیر.

حلیمه زغم لرونکې او په خپل قسمت راضي میرمن وه ،حلیمې داسې فکر کاوه چې هرڅه یې له لاسه ورکړي دي، ټوله شپه ویښه پاته سوه، خوب یې سترګو ته لار نه سوای پیداکولای.

حارث کله هم په داسې حال کې نه وه لیدلې ،حارث ډیره تسلې ورکړه، خو حلیمې ته یې سکون ور ونه ګرځولای سوای او په پای کې یې د خواشینۍ د لامل پوښتنه تری وکړه، خو بیایې هم ځواب پیدا نه کړ. حارث فکر کاوه چې کیدای سي د ماشوم نه پیداکیده به یې زړوي او د ښځینه رقابتونو په ډګر کې به ځان ورته کم وسه ښکاره سوی وي.

حلیمې په داسې حال کې چې لا غریب پری واکمن ؤ حارث ته وویل:په دې نه ژاړم چې ماشوم مې نه دی پیداکړی.بلکه له دې کبله ویرجنه یم چې ماته یې د یو ډیر ښایسته او ملکوتي ماشوم وړاندیز وکړ، خو دا چې مسکین او یتیم ؤ ما و نه منلای سوای. چې دغسې کول د شهامت او سخاوت په چوکاټ کې نه راځي. دا رنګه ډبر زړه توب مې باید نه وای کړی.

حلیمې دلته، آمنې،ام ایمن او ثویبې هلته اوښکې تویولې او د غم په بټیو کې سوځیدې. دغه څلور خوږمنې میرمنې وې چې ټوله شپه یې تر شنه اسمان لاندې اوښکې توی کړې، دا هرڅه د محمد(ص)لپاره و، هغه محمد چې یتیم او لاس یې هم خالي و، خو هغه د الهي بې پولې رحمت په غیږ کې ډیر آرام ویده ؤ، هغه به هیڅ هم نه و خبر او هغه غیږ هم چاته نه ورښکاریده.

سهار سو، لمر خپلې وړانګې هر لور ته وغځولې او حلیمه له وارخطایي او اندیښنو سره راپورته سوه او په ‌ژړه غونې اواز کې یې حارث ته وویل چې:د هغه یتیم کور ته نه راسره ځئ چې ما بې رحمي ورسره کړې ده. د هغه خپلوانو زما ډیر دروند هرکلی وکړ او په ډیر درناوي سره یې مخه ښه هم راسره وکړه.

حارث په ډیره میړانه د هو ځواب ورکړ او دواړه د یتیم کور ته ورروان سول.ټوله لار یې د خبرو موضوع یتیم و، چې کور ته یې ورورسیدل او دروازه یې وروټکوله.

درې سره میرمنې چې وینه یې په رګو کې وچه سوې او ستوماني یې په مخو دوړنه پرده غوړولې وه وارخطا سوې چې په دغه مهال کې به څوک وي، چې دروازه ټکوي.تر ټولو ثویبه له مخې ورغله او ور یې ورته پرانیست که ګوري هغه ښځه ده چې پرون یې محمد ته پۍ ورکړې وې او د بې بیلګې ښکلا په دام کې یې تپه سوې وه.

ثویبې په ډیر درناوي سره د هغوی هرکلی وکړ او په یوه کچه کې سکون یې هم زړه ته لاره پیداکړه او په منډه منډه کې یې آمنه هم خبره کړه.

هغې د میلمنو ډیر دروند هرکلی وکړ او د یتیم د کور زوړ او زیږ پرش یې ورته ویړ کړ، د حارث چې سترګې په محمد ولګیدې، نو په کرار یې له ځانه سره وویل: دا څومره نوراني او زړه غواړي ماشوم دی حارث او حلیمې معنی لرونکې لیده کاته سره بدل بدل کړل، له بله لوري د حلیمې په زړه کې بیا له محمده سره د یو ځای کیدو ډیوې بلې او په ټوله مینه یې محمد راپور ته او پخپله سینه پورې یې ونښلاوه او په غیر مريي ډول سره د آمنې،ام ایمن او ثویبې زړونو ته د مړو هیلو د راژوندي کیدو تارونه ورتیرکړل سو.

دواړه حارث او حلیمه تیار سو چې دا تل پاته ماشوم بې له دې چې مزدوري یې په سترګو کې نیولې وي د یوه مبارک ماشوم په حیث ومني. حلیمې خپل تی د محمد په پاکه خوله کې ورکړ او له داسې خوښې سره مخامخ سوه چې دې یې خیال هم نه سوای کولای.

آمنې هم چې څه په وس کې و هغه یې د محمد د دوو سترګو په درناوي کې تر محمد جار او حارث او حلیمې ته یې ډالۍ کړل او درې سره د عبدالله له کوره د طایف په لور ووتل او محمد د ژوند د ستونزو سیمې ته لومړی ګام ورواخيست.

[1] البدایه والنهایه ج۲ ص۲۶۰

۳سیرت النبی محمد شاه ارشاد ج۱ص۳۷

[3] سیرت النبی ممحدشاارشادج ۱ص۴۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx