شعـــــرونه

د حوا د اولادې او د ادم زړونه مات شوي/ اسرار عمر

اسرار عمر

په والله زړونه مات شوي په قسم زړونه مات شوي
د حوا د اولادې او د ادم زړونه مات شوي

له څو رنګو خلکو ستړي له بدرنګو خلکو ستړي
د رنګونو ښاریه کې مو ښه سم زړونه مات شوي

د دې خاورې غرونه مات دي د چنار غرور یې نشته
د وطن د سردرو او ونو هم زړونه مات شوي

چې ته لاړې ستا بیلتون کې به نو خود داسې کېدل نو
ستا له درده چې دې راکړ ستا په غم زړونه مات شوي

د دې جنګ بدبخت له لاسه، د لونګ بدبخت له لاس
دغه مات منګي ته ګوره دا رقم زړونه مات شوي

ستا لالی اسرار عمره شهید شوی ده ته مات یې
د ګلاب ګل رژېدلی د شبنم زړونه مات شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx