افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: افغان سوله دې له تخریب کوونکو خوندي وساتل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې څه ناڅه پرمختګ هم پکې شوی؛ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی «منیر اکرم» وایي، د افغانستان سولې پروسه د هیواد دننه او د باندې مخالفین لري چې باید خوندي ترې وساتل شي.

منیر اکرم که څه هم د کومې ځانګړې ډلې او شخص نوم نه دی اخیستی؛ خو د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې د وینا په مهال خبرداری ورکړی، چې یو شمېر «مخالفین» په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه نیسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «مخالفین له هیواد دننه او د باندې هڅه کوي په مذاکراتو کې شته پرمختګ له منځه یوسي او نه غواړي چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړی رامنځته شي.»

پاکستان داسې مهال د افغان سولې د تخریبېدلو خبرداری ورکړی، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيمونو تر منځ خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې څه ناڅه پرمختګ هم پکې رامنځته شوی.

پاکستان تر دې وړاندې په بیا، بیا ژمنه کړې چې د افغانستان سولې ته ژمنتیا لري او د هیواد امنیت او ګټې يې د افغانستان په سوله او ثبات کې نغښتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

پاکستان څخه د سولې تمه لري ؟؟؟؟؟؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx