افغانستان

محقق-صالح ته: تبلیغات دې د شیعه ټولنې رواني نا امني زیاتوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» ادعا وکړه چې طالبان د خپلو بندیانو د اعدام په بدل کې د شیعه هیوادوالو د وژلو ګواښ کړی؛ د اجرائیه ریاست پخواني مرستیال «محمد محقق» د نوموړي څرګندونې «تبلیغات» بللي او ټینګار یې کړی، چې پرشیعه ګانو باندې د رواني نا امنۍ شدت باید نور زیات نکړل شي.

صالح چې د اشرف غني له لوري یې د کابل امنیتي چارې هم په غاړه اخیستې؛ نن سهار پر خپله فسبوک پاڼه خپاره کړي راپور کې ادعا کړې وه، چې «داعشي طالبانو» په یوه لیکلي پیغام کې ورته ګواښ کړی چې که بندیان یې اعدام کړل شي، دوی به کابل د «شیعه ګانو» قتل ځای وګرځوي او له ټولو هغو کسانو به سرونه غوڅ کړي چې له دوی سره بندیان دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې وه، چې له قضایي ارګان یې غوښتي، څو بندیان په ښکاره ډول محکمه کړي او هغه چې محکمې یې لا نه دي پیل شوي په چټکۍ سره یې کارونه مخته یوسي.

د اجرائیه ریاست پخواني مرستیال «محمد محقق» د صالح دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي «مسئولین دې له تبلیغاتو سره مسئولانه چلند وکړي. د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له لوري د طالبانو په حواله د شیعه وژنې راپورونه د شیعه ټولنې رواني نا امني نوره هم زیاتوي.»

د محقق له قوله، د وريځو د اصلاح په ځای باید سترګې ړندې نکړل شي.

صالح داسې مهال طالبان د شیعه هیوادوالو په وژنه تورنوي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او هڅه کېږي اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

طالبانو که څه هم تردې دمه د صالح څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا حکومت تورن کړی و، چې داعش ډله یې ددوی له منګولو ژغورلې او په کابل کې یې د پاللو تر څنګ د هغوی له نامه څخه په ګټه اخیستلو په شیعه هیوادوالو بریدونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx