شعـــــرونه

ای خالقه تۀ مالک یې/حامد سعادت

حامد سعادت

ای خالقه تۀ مالک یې ټول حمدونه دي وتاته
پۀ هر څۀ دې سلطنت دی عظمتونه دي وتاته

حاکمیت تاته ثابت دی،تۀ د ټولې دنیا رب یې
دې ګواه پر دې خبره آیتونه دي وتاته

تۀ قادر په هغه څۀ یې،چې عاجز دی ترې نه عقل
مونږ پوه نۀ یو تۀ مو پوه کړه قدرتونه دي وتاته

څوک دې ستایي په تسبیحو،څوک دې ستایي په مرمیو
د صوفي او د غازي واړه ذکرونه دي وتاته

مسلطې دې تا څۀ رنګه خوږې نرمې هواوې
د مرغانو په نغمو کې صفتونه دي وتاته

ده د ژوند بیړۍ مو غرقه،تۀ مو ویني تۀ مو ګورې
تۀ مو وژغوره ائ ربه!نصرتونه دي وتاته

دا ټوټې،ټوټې امت تۀ په خپل فضل بیا را ټول کړه
د حامد په خولۀ همېش دغه سوالونه دي وتاته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx