شعـــــرونه

زه شاهد یم/سردار محمد حقیار

سردار محمد‌ حقيار

تر منزله به رسیږي زه شاهد یم
دغه کار به نه دریږي زه شاهد یم

چې مو مل کړي خپلواکۍ سره ترهغه
دا کـاروان به نه ځنډیږي زه شاهد یم

یر غلګر که په هر څومره وسلو بار وي
خامخا به ژر ماتیږي زه شاهد یم

وسوسې ور پکې نه ښايي ملګرو
دا به بیا پر پښو دريږي زه شاهد یم

چاچې کړي وي ظلمونه پر دې خاوره
عدالت ته به ودریږي زه شاهد یم

قاتلان زناکاران او غله به ټوله
خپل انجـام ته ورستنیږي زه شاهد یم

د شهید زلمي د ناوې له ژړا نه
ستر سېلاب به را جوړیږي زه شاهد یم

چې خرڅ شوي په پردیو به لاهو کړې
ان شـاءالله یتیم ځوانیږي زه شاهد یم

انتظـار غواړي تلوار مه کړه حقیاره
پاک قـرآن به نافذیږی زه شاهد یم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx