ورزش

په سریلانکا لیګ کې د قیس احمد په زړه پورې کارکرګي – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا پریمیئر لیګ لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د افغان ملي لوبډلې غوره لوبغاړي قیس احمد په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه.

قیس احمد چې په یاد لیګ کې د کولمبو کینکز لوبډلې لخوا لوبیږي، د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی په توپ اچونه او بیا په توپ وهنه کې وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د کولمبو کینګز او ډمبولا وایکنګز لوبډلو ترمنځ لوبه کې قیس احمد په توپ اچونه کې ۴ اورونه وکړل، ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول او ۲۳ منډې ورکړې. خو په توپ وهنه کې یې په ۲۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او لوبډلې ته یې نه منونکې بریا ورکړه، هغه ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې هم ووهلې.

قیس احمد پر پاکستاني لوبغاړي انور علي په یوه اور کې څلور شپږیزې ووهلې چې تر دې دمه د سریلانکا غوره لیګ په یوه اور کې تر ټولو زیاتې شپږیزې دي، پر انور علي په دغه اور کې ۵ شپږیزې ولګېدې چې یوه پرې آشان پریانجن وهلې ده.

د یادو لوبډلو ترمنځ سیالي کې لومړی ډمبولا وایکینګز لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۲۰۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې کولمبو کینګز لوبډلې د قیس احمد په مرسته ټاکلی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

دوی وروستیو کې په ۱۴ توپونو ۳۰ منډو ته اړتیا درلوده، چې قیس احمد اسمان ۵ څکې شپږیزې ووهلې او لوبډلې ته یې ۷ توپونه وړاندې بریا ورکړه.

باید وویل شي چې د سریلانکا پریمیئر لیګ څخه د نوین الحق او رحمان الله ګربز لوبډله (کنډي ټسکرز) بهر شوې ده، په داسې حال کې چې پاتې څلور لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده. لومړۍ نیمه پایلوبه به د دیسمبر په ۱۳مه د یکشنبې په ورځ د حضرت الله ځاځي او قیس احمد لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx