افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: له هیواده د باندې مذاکراتو کې «افغاني ګټې» تامینېدای نشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، د افغان سولې پروسې نور پړاوونه باید د هیواد دننه تعقیب کړل شي؛ ځکه دده په خبره، له هیواده د باندې خبرې افغاني ګټې نه تامینوي.

محب پر خپل ټویټر لیکلي، چې د سولې پروسې راتلونکي پړاوونه باید د افغانستان دننه تعقیب کړل شي او حکومت چمتو دی چې د طالبانو له لوري په وړاندیز شوي ځای کې تاسیسات جوړ کړي او لازم چمتووالی ونیسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که د سولې خبرې د هیواد دننه ترسره کړل شي ټولو ته به د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته شي، مذاکراتي ټيمونه به وکولای شي  د هیواد حالت له نږدې وڅاري او «هیوادوال» به په خبرو باندې د نظارت او څارنې توان هم ولري.

د محب له قوله، له هیواده د باندې خبرې د بهرنیانو له شرایطو اغېزمنې کېږي او افغاني ګټې تامینولای نشي «د افغانانو ترمنځ خبرو کې نو اړینه ده، چې را روان پړاوونه یې افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي. په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو څخه متاثره وي او تجربو ښوولې، چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.»

د محب له لوري پورته څرګندونې داسې وخت مطرح کېږي، چې په قطر کې د کابل او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې پکې څه ناڅه پرمختګ هم رامنځته شوی.

داسې تمه کېږي چې دواړه مذاکراتي ټيمونه به په نږدې راتلونکې کې د اجنډا پر اړینو موضوعاتو باندې بحثونه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری

که چيرې طالب کې لږ هم افغاني غرور شتون ولري نو د ولس دې غوښتنې ته چې بين الافغاني خبرې د په افغانستان کې وشي بايد لبيک ووايي راشئ ولس نور ستړی ده که ريښتيا هم ستاسو موخه خدمت وي باور وکړی چې ولس مو تر شا دريږي خو د خدای لپاره د پنجاب ګټو ته کار مه کوئ.

ريښتيا داسې ګنګوسې دي چې طالبانو د کريسميس لپاره د شل ورځو لپاره رخصتي کوي. ###

Isaac

Taliban will never accept it. They will never come to Afghanistan and they dont belong to Afghanistan.

غوربندي

You are from which cave? that introduce TBN not belonging to AFG?

محمد ظاهر حلیمی

ښه وړاندیز دی مشروط پدی چې دسولی پروسې ته صادق او حسن نیت وښیات

طوطی

دا خو ښه خبره ده ټول به د پردیو له منت څخه خلاص شی په خپل وطن کی به جلسې او خبری وکړی او د طالبانو ادعا د ۷۰ فیصدی د ځمکی به هم سیقه یی شی د قطر له خرڅ او منت څخه به په امان وی. د ی کار سره به ټول د افغانانو تریخ ژوند له نژدی ووینی او هم به دا ثابته کړی چی طالبان څومره د استقلالیت خاوندان دی چی راځی او په خپله خاوره کی هغلته چی اویا فیصده د دوی په لاس کی ده مذاکره کوی. او که طالبان دا پیشنهاد قبول نکړی… نور لوستل »

غوربندي

دا یوه پوچه نظریه ده

ددې ضمانت به طالبانو ته څوک ورکوي چې پر دوی به د ډرون برید نه کیژي،،، د چاپې له خطره به په امن وي؟؟

طالبان به هغه وخت راځي چې د دوحې د تړون په رڼا کې اشغالګر ځواکونه بشپړ وتلي او ګوډاګیان یې ریښه کن شوي وي.

طوطی

غوربندی صیب: ته وایی ضمانت به یی څوک کوی. بیا نو طالبان دی د ۷۰ فیصده د ځمکی او د استقلالیت دعوی هم نکوی. ضمانت یی هغه کسان کوی چی د قطر د خبرو ضمانت یی کړی دی. ته څه فکر کوی دا د قطر خبری د افغانانو خبری دی؟ همدا اوس کافران لکه (ناروې، جرمنی، امریکایان خپله قطریان…) د نوی کال (2021) تر دوهمی ورځی پوری خپلو کورنو ته ځی چی د کریسمس اختر ولمانځه او رخصتی یی اعلان کړه. لږ لږ به بیطرفانه خبری هم سره کوو خو رد او بد یوه مسلمان ته کافر ویل، دا خبری… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx