نړۍ

ایران کې د نظام مخالف «امدنيوز» مشر اعدام شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران حکومت ته نږدې فارس نيوز خبري اژانس ويلي، د نظام مخالف «امدنيوز» خلکو غږ ويب پاڼې مشر روح الله علي زم نن سهار فرانسې، اسرائيلو او امريکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

فارس نيوز د چارواکو له قوله ويلي، د امدنيوز پر اعدام شوي مشر تور و، چې د اسرائيلو او امريکا په ګټه يې د ایران پر خلاف تبليغات کول او له همدې امله اعدام شوی دی.

د روح الله زم کورنۍ او د بشري حقونو د څار سازمانو د نوموړي د محاکمې پر څرنګوالي نيوکې کړې وي.

د روح الله زم پلار محمد علي زم د ایران د اسلامي تبليغاتو اداره کې د هنرې برخې  پخوانی مشر و او تېر اوړي کې يې د خپل زوی د محاکمې طريقه له اسلامي اصولو او عدالت سره په ټکر کې بللې وه.

روح الله زم په فرانسه کې اوسېده، له هغه ځايه يې «امدنیوز» د خلکو غږ ویب پاڼې له لارې د ایراني نظام پر خلاف تبليغات کول.

ویل کيږي، چې نوموړی دوه کاله مخکې له فرانسې عراق ته تللی و او هلته د عراقي استخباراتو له لوري نيول شوی و.

د ایران سپاه پاسدران تېر کال نومبر کې ويلي و، چې روح الله زم يې نيولی او محاکمې ته يې سپارلی دی.

روح الله زم له فرانسې د «امدنیوز» په نوم ويب پاڼې کې د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌يي او نورو مشرانو د بانکي حسابو په اړه معلومات خپرول او همدارنګه د ایران په زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند او د هغوی شکنجو او همدارنګه د ځينو نورو چارواکو د جنسي ځورونو کيسې خپرې کړې وې.

تېر او وړم کال په ایران کې د حکومت مخالفو مظاهرو پر مهال هم امدنیوز پراخې خپرونې کولې او دغو مظاهرو ته يې پوښښ ورکاوو.

د ایران حکومت وايي، د امدنيوز پر ويب پاڼه خپاره شوي مطالب له حقائقو لرې او د ایراني نظام پر ضد د دښمنو هېوادونو مرسته وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx