افغانستان

پر کابل راکيټي بریدونه؛ طالبان یې د حکومت له لوري د «کابل خطرناک معرفي کولو»  هڅه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل ښار پر ګڼ مېشتو سیمو باندې راکټي بریدونه وشول او یو شمېر ملکي تاسیساتو ته یې زیان واړاوه؛ طالبانو یې په اړه په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول کارونه د کابل د خطرناک معرفي کولو او د نړیوالو د پاملرنې را جلبولو هڅې دي چې حکومت یې د داعشیانو تر نامه لاندې کوي.

کورنیو چارو وزارت نن سهار راپور ورکړ، چې د کابل ښار د شمال «خیرخانې» اړوند سیمې له یوه سراچه ډوله موټر څخه لس فیره توغندي توغول شوي، چې درې توغندي د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه د نهمې امنیتې حوزې پر استوګنیزې سیمې او یو د همدې امنیتي حوزې اړوند پر زن اباد سیمه او بل د خواجه رواش پر استوګنیزه سیمه لګېدلي چې له امله یې دریو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ننني توغندیز بریدونه د حکومت کار بللی او د کابل د خطرناک معرفي کولو هڅه یې بللې.

طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» پرټویټر لیکلي «د امرالله صالح د داعشیانو لخوا کابل ښار ته د ګڼو توغندویو رسول او بیا بې هدفه ویشتل څرګندوي چې د کابل ادارې امنیتي ارګانونه د داعش په نوم پدیدې ترشا په قوت سره ولاړي دي او هره ورځ نوي نوي پلانونه پرې تطبیقوي، ترڅو کابل ترخطر لاندې معرفي شي او د نړیوالې توجه له محراق څخه ونه وځي.»

په تېره یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې د کابل ښار پر بېلابېلو برخو توغندیز بریدونه کېږي.

څه موده وړاندې هم یو شمېر توغندي پر صدارت ماڼۍ او بېلابېلو سیمو ولګېدل چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

حکومت که څه هم تر دې دمه د طالبانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا چې څه ډول توغندي فیر کوونکې دستګاوې  د ښار تر زړه پورې را رسول شوې دي؛ لا یې هم په اړه پوښتنې موجودې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

If this rockets loaded vehicle could reach Khair Khana, then no doubt it could also reach the office of NaSaleh

If they could fire these rocket on the houses of innocent civilians then no doubt they could also fire these rockets on the Army Bases and ARG

AOBA KHARRI KAWA AW MAHYAN NISSA

HAY NASALEH, PLEASE DON’T MAKE THE WATER MUDDY TO CATCH THE FISH AND STAY VICE PRESIDENT

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx