روغتیا

امریکا هم د کرونا واکسینو د کارولو موافقه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د کرونا ویروس واکسینو کارول پېل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په نږدې کې به له ولسمشرۍ لرې شي منلې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په هېواد کې د فایزر-بیونټیک شرکتونو د کرونا واکسینو بیړني کارول پېل کړي.

ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه د یوه پيغام له لارې وایي: «د هېواد ټولو ایالتونو ته مو لا دمخه د واکسینو لیږد پېل کړی، چې د لومړي واکسینو کارول به له ۲۴ ساعتونو لږ وخت ونیسي».

ټرمپ زیاته کړه، لکه څرنګه چې امریکا په ۹ میاشتو کې د کرونا ویروس لپاره واکسین تولید کړي، دا تشریح کوي چې «د امریکا خلکو طبي معجزه ترسره کړه».

هغه زیاته کړه چې د واکسینو د کارولو لپاره به په لومړۍ برخه کې زاړه کسان او د کرونا ویروس لومړي کارکوونکي شامل وي، چې دا به د مثبتو پېښو په راکمولو کې مرسته وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په امریکا کې هره ورځ د کرونا ویروس له کبله شاوخوا ۳۰۰۰ کسان مړه کیږي او هره ورځ له ۲۰۰ زرو زیاتې پېښې ثبتیږي.

ټرمپ د واکسینو منفي اغیز د شکونو ردولو په پار څرګنده کړه چې په کلینیکي ازموینو کې د واکسین هیڅ جدي منفي اغیز نه دی ثابت شوی، او امریکایي اتباعو لپاره به یاد واکسین وړیا ورکول کیږي.

ټرمپ د خپل پیغام په پای کې وایي، کرونا ویروس په چین کې پیدا شوی خو په امریکا کې به پای ته ورسیږي.

له دې وړاندې برتانیا، کاناډا، سعودي او بحرین هم د فایزر-بیونټيک واکسینو سره موافقه ترلاسه کړې، چې زرګونه خوراکه واکسین به ډیر ژر دغه هېوادونو کې وکارول شي.

امریکا د ۱۰۰ ملیونه خوراکه فایزر واکسینو ترڅنګ له یوه بل امریکایي شرکت «مودرینا» سره هم د ۱۰۰ ملیونه خوراکه واکسینو پېرلو موافقه لاسلیک کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx