افغانستان

طالبانو پر غزې د اسراييلو بريدونه په سختو ټکو غندلي

طالبانو پر غزې د اسراييلو بريدونه په سختو ټکو غندلي او په دې اړه يې يوه اعلاميه خپره کړې، چې کټ مټ يې خپروو.

په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې اسرايیلو د فلسطین په غزه کې د روژې په دې مبارکه میاشت کې له دوه ورځو راهیسې د خلکو په کورونو بمبارونه پیل کړي، او تر اوسه یې ۱۵۰ هوايي بریدونه کړي، چې ۲۴ کسان یې شهیدان کړي، چې زیاتره یې ماشومان دي! او تر سلو زیات یې ټپیان کړي! او ګڼ کورونه یې وران کړي دي!

اسلامي امارت په داسې حال کې چې دغه ظلم په تر ټولو کلکو ټکو غندي، له ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، اسلامي هېوادونو، او نورو د بشري حقوقو له ټولنو په ټینګه غوښتنه کوي چې د دې ناوړه وحشت د مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس پکار شي، دوی هر یو باید په خپل وار سره د انساني خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ د اسرايیلو له دې ظلم او وحشت څخه دغزې د مظلوم ولس، په ځانګړي ډول ماشومانو او ښځو په ژغورولو کې خپل انساني او وجداني مسولیت ادا کړي!
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۹/۱۱هـ ق
۱۳۹۳/۴/۱۸هـ ش ــ 2014/7/9م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x