دیني، سیرت او تاریخ

د (فقه البیوع) کتاب او پښتو ته يې د ژباړي اړتیا!

تر غربي استعمار وړاندي فقهي قانون په اسلامي نړۍ کې یو همه شموله تطبیقي حیثیت درلود، له همدې امله محقیقنو او علماؤ ورته زیاته توجه هم کوله، ډیری تالفیات او تحقیقات ورباندي وسول، زیات اصول يې وضع سول، جزئیات ورته بیان سول، کله چې اسلامي نړۍ د غربي استعمار ښکار سوه او پر ټوټو ووېشله سوه، په هر ځای کې (الا ما شاء الله) غربي او وضعي قانون عملي سو، له دې سره اسلامي فقهي ته د علماؤ توجه هم کمه سوه، نو ځکه پر فقهي قانون باندي د مخکنیو وختو په شان داسي کار ونسو چې د عصر سره يې تطبیق اسانه سي، نو له همدې امله نن سبا چې کوم هیواد او یا یو شخص د فقهي د قانون سره سم د تجارتي او یا نورو معاملاتو په اړه خپل ورځنی ژوند تېرول غواړو، هغوی ته ګرانه ده چې د معاصر دور د جدیدو مسائلو سره د اسلامي فقهي د قانون تطبیق ورکړي.

د دې مشکل د حل لپاره د معاصري نړۍ وتلی او مشهور عالم مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله چې یو وخت د پاکستان قاضي القضاة هم پاتي سوی دی، د (فقه البیوع علی المذاهب الأربعة) په نوم باندي یو مفید اثر لیکلی.

د یاد کتاب ځانګړيني ډیري دي، خو تر ټولو چې په کتاب کې زیاته توجه ورته سوې هغه یو دا دی چې د څلورو مشهور مذاهبو پيران کولای سي، چې د خپل مذهب مطابق فقهي قانون له معاصر دور سره تطبیق کړي، او یا که د یو مسئلې حل په یو معلوم مذهب (مثلا: حنفي . . .) کې ونه موندل سي نو د بل مذهب د اصولو څخه يې حل ورته اسانه کړی دی.

د کتاب تر ټولو مهم اړخ دا دی چې د معاصر پر مخ تللي دور د تجارتي پېچېده معاصر مسائلو د حل لاري چاري ښه په اسانه انداز په کې بیا سوي دي، چې یو څوک د دې کتاب مطالعه وکړي، او یا يې درسا بل ته ووايي: نو کولای سي چې د فقهي اسلامي د قانون په رڼا کې د جدیدو معاملاتو د مسائلو د حل لپاره لار وباسي، دا به بې ځایه نه وي چې ووایو: چې یاد کتاب د معاصر دور سره د فقهي د تطبیق لپاره اصول وضع کړي دي!

له همدې امله یاد کتاب په ځینو دار الافتاو کې په نصاب کې د دې لپاره شامل کړل سوی دی چې علماء دې ته متوجه کړي چې د فقهي اسلامي د معاصر دور سره د تطبیق کوښښ وکړي.

نو د کتاب اهمیت ته په کتو مي اراده وکړه چې پښتو ته يې وژباړم، تر دې وړاندي مو د محترم محمد تقي عثماني صاحب کتاب د (اصول الافتاء) په نوم هم پښتو ته ژباړلی و، چې د افغان بنسټ لخوا يې د چاپ چاري رواني دي، ډیر ژر به ان شاء الله په کتابي شکل شائع شي.

له الله څخه سوال کوم چې د پوره کولو توفیق يې را کړي او یاد خدمت مو یوازي او یوازي د الله لپاره وګرز وي، او په خپل عالي دربار کې يې قبول او زموږ لپاره يې د یو تل پاتي عمل صالح په زومره کې يې حساب کړي. امین یارب العالمین

مفتي احسان الله

2020-12-12

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

د الله عزوجل نه، تاسو ته په دي لاره کښې بریا، صبر او حوصله غواړم.الله دی روغ صحت درنصیب کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x